د افغان ځواکونو او طالبانو ترمینځ بیا سخته نښته شوې
د شینهوا خبری آژانس د خبر له مخې د افغانستان د بغلان ولایت د پولیسو ویاند ذبیح ا... شجاع نن وویل چې په ډنډ شهاب الدین سیمه کښې د طالبانو ډلې څلور غړی وژل شوی دی.
شجاع همداشان د دولسو طالبانو د زخمی کیدو خبر ورکړ.
د بغلان ولایت د پولیسو دغه چارواکی پخپلو خبرو کښې په دې نښته کښې د افغان پولیسو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل.
له بلې خوا د طالبانو د ډلې ویاند ذبیح ا... مجاهد هم د دغې نښتې په تائیدولو سره مدعی شو چې د دوی ډلې په دهانه غوری سیمه کښې یوشمیر افغان پوځیان وژلی دی او په دغه سیمه کښې یې یو بازار هم نیولی دی.
Add new comment