د بدخشان ولایت زیباک ولسوالۍ د طالبانو لخوا نسکور شوه

طالبان وایی، د افغانستان په شمال ختیځ کښې د بدخشان ولایت د زیباک ولسوالۍ مرکز د دغه ډلې په لاس نسکور شو.

د آوا خبری آژانس د راپور په اساس، طالب ډلې د یوې بیانیې په صادرولو سره ادعا وکړه چې پرون د زیباک ولسوالۍ مرکز، یوه پوځی اډه او  د دغه ولسوالۍ پینځه ویشت پوستې د دوئ په لاس ورغلې.
تر اوسه د دواړو لورو د تاوانونو په اړه راپور ندی  ترلاسه شوئ.
د بدخشان ولایت ځایی مسئولانو د زیباک ولسوالۍ نسکوریدا په تائیدولو سره اعلان وکړ: د افغانستان امنیتی ځواکونو چې له طالبانو سره د جنګ په حال کښې وو، له سیمې شاتګ وکړ.

Add new comment