د پارا چنار شیعیان ولی په خاورو او وینو لغړول کیږی؟

د پاکستان د کورم ایجنسۍ قبایلی سیمې په مرکز«پارا چنار» کی پرون یو ځلې بیا د ګوادر کلی د هغو شیعیانو، د یو بس موټر په لاره کی د ماین د چاودنې له کبله، چی له وړاندی د سړک په غاړه ښخ شوئ ؤ، د ۴ ؤ ماشومانو او ۵ ؤ ښځو په شمول، ۱۴ کسان وژل شوی، او د ...

د پاکستان د کورم ایجنسۍ قبایلی سیمې په مرکز«پارا چنار» کی پرون یو ځلې بیا د ګوادر کلی د هغو شیعیانو، د یو بس موټر په لاره کی د ماین د چاودنې له کبله، چی له وړاندی د سړک په غاړه ښخ شوئ ؤ، د ۴ ؤ ماشومانو او ۵ ؤ ښځو په شمول، ۱۴ کسان وژل شوی، او د سر شمیرنی ټیم د دؤو تنو په ګډون ۸ کسان ټپیان شول.
که څه هم تر اوسه هیڅ کومی ډلې د دغه جنایت مسؤلیت منلئ نه دئ، د کورم ایجنسۍ پولټیکل ایجنټ مرستیال«شاهد علی خان» رسنیو ته وویل: وسله والو افراط پالو دغه ماین د سړک په غاړه ښخ کړئ ؤ، او کله چی بس موټر ماین ته نږدی شو، ترهه ګرو د لیری لاری څخه د کنټرول په وسیله، هغه ته چاودنه ورکړه. د ویلو وړ ده، چی د سږ کال د وری میاشتې په ۱۱ نیټه هم، د پاراچنار ښار د نور په بازار کی، حسینیی ته څیرمه یوه ځانمرګې حمله وشوه، چی له کبله یی د یوې ښځې او خاوند او دؤو بچیانو په شمول،نږدی ۳۰ تنه وژل شوی، او له دیرشو څخه زیات کسان هم ټپیان شول، او همداراز لس ګونو کورونو او پلورنځیو، او په لس هاؤو موټرونو ته جدی زیانونه ورسیدل. له دې څخه دوې میاشتې وړاندی هم، د پاراچنار ښار په سبزی منډیی کی یوه چاودنه وشوه؛ چی د هغې له کبله هم، څه د پاسه ۲۰ تنه وژل شوی، او له ۵۰ ؤ څخه زیات کسان ژوبل شول. په همدی ډول؛ له ۲۰۰۷ م کال څخه په را وروسته کلونو کی، د پاراچنار شیعیانو په ضد په لس ګونه ترهه ګری حملې سرته رسیدلی، د پاراچنار او پیښور په لاره کی د شیعیانو په موټرونو یرغل شوئ، د هغو په سپرلیو؛ حتی ښځو باندی هم رحم ونه شو، او په ډیره فجیع او ناوړه توګه ووژلی شوې، او د دغو جنایتونو مسؤلیت، لښکر جهنګوی، یا د لښکر جهنګوی العالمی، او یاهم طالبانو منلئ دئ، پداسی حال کی چی د دغو ډلګیو مرکزونه او اډې ټولو خلګو ته معلومی دی، او پوهیږی چی چیرته دی؛ نو د پاکستان امنیتی او استخباراتی ځواکونو، په تیره بیا د دغه هیواد د استخباراتو سازمان ته، چی له خړو اوبو څخه کبان نیسی؛ حتماً د ترهه ګرو ځایونه معلوم دی، او ښه ترا پوهیږی چی د دغو ډلو سرغنی او مشران چیرته پټ دی. البته د دغو ترهه ګرو ډلګیو یو شمیر مشران، له دولتی چار واکو سره غونډې هم کوی؛ په تیره بیا چودری نثار علی خان، له هغوی سره ډیره مینه او مهربانی لری، او په ډاګه له هغوی سره غونډی کوی، او د یو شمیر دولتی چارواکو او استخباراتی سازمانونو، د همدغو محبتونو او ملاتړونو له کبله ده، چی دغو ترهه ګرو د شیعیانو په وژلو باندی عادت کړئ، او هیڅ ویره او پروا هم نه لری. د دغې مسئلې علت څه دئ؟ ولی د پاکستان دولت او پوځ ترهه ګرو ته اجازه ورکوی، چی د پاکستان مظلوم خلګ، په تیره بیا د پاراچنار شیعیان، هر کله نا کله په خاورو او وینو ولړل شی؟ د چارو کار پیژاندی پدې زمینه کی باوری دی؛ د پاراچنار د شیعیانو دغه وژله  د خاصو اهدافو په منظور بڼه نیسی. لمړئ دا چی، د پاکستان دولت او پوځ دا مسئله نورو ته القا کړی، چی دغه ترهه ګر له افغانستان څخه ورځی، او په تخریب او ورانکارۍ لاس پوری کوی. ځکه نو له افغانستان سره په پوله کی باید؛ چی د دغه هیواد دولت هغه د ډیورنډ کرښه بولی؛ د ازغنو سیمانو په شمول یو لړ خنډونه، او د پولې د مدیریت لپاره تاسیسات جوړ شی، او د افغانستان دولت دیته اړ باسی، چی په یو ډول؛ د ډیورنډ کرښې ته د بین المللی پولی په توګه رسمیت ور وبخښی. دویم دا چی د پاکستان دولت هڅه کوی قبایلی سیمې، له غیر قبایلې سیمو سره یو ځای او ګډ کړی، او له قبایلی حالت څخه یی بهر کړی، او د دی کار لپاره ضروری ده، چی وار مخکی دغه سیمه ډیره نا آرامه کړی، او هلته ټروریزم لوړ حد ته ورسیږی، تر څو خلګ د پوځ د اقداماتو په هکله هیڅ شکایت او اعتراض ونه لری. دریم دا چی، د پاراچنار هغه ډله کسان، چی په ۲۰۱۷ م کال کی د دولت او پاکستانی طالبانو د یوې ګډې توطئې په اساس، له پاراچنار څخه وتلی ؤو، او له هماغه وخت څخه په نورو ښارونو، په تیره بیا په پیښور کی ژوند کوی؛ د دغو خلګو یو شمیر کسان له ترهه ګرو سره یو لاس او ملګری شوی دی؛ ترڅو د پاراچنار په اوسیدونکو باندی فشار واچوی، چی دغه سیمې ته د هغوی د بیرته ستنیدو سره راضی شی، چی البته د پاراچنار خلګ، د پاراچنار د اصیلو خلګو د بیرته ستنیدو سره، کوم مخالفت نه لری، خو دولت او افراط پال باوری دی، چی باید هغه افراط پال هم چی هر کله نا کله؛ د پاراچنار د اوسیدونکو وینی تویوی؛ دغې سیمې ته ور وګرځی. د پاکستان دولت په تکل کی دئ، چی پاراچنار ته د افراط پالو په منتقلولو سره، له ۲۰۰۷   څخه تر ۲۰۱۲ کلونو پوری ورته نښتی تکراری شی، تر څو هغه اهداف چی په افغانستان کی یی لری، له دغې جګړې څخه په استفادې سره تعقیب کړی. د ویلو وړ ده؛ سعودی عربستان هم، په تیره بیا په پاراچنار کی د شیعیانو په وژلو او ځپلو کی، رول لری؛ ترڅو پدې سیمه کی شیعیان، چی د پاکستان د شیعیانو د ملا شمزی دی، کمزوری او وځپل شی.

Add new comment