ایا د امریکا له خوا د نړیوالو قوانینو درناوې عقل منی ؟

د امریکا دفاع وزیر جیمز متیس چی پرون یې په کابل کې له خبریالانو سره خبرې کولې وویل امریکا په افغانستان کې د روسیې په فعالیتونو اندیښمنه ده . هغه جوته کړه هر ډول وسله چی افغانستان ته انتقالیږی د نړیوالو قوانینو خلاف ورزۍ حسابیږی

هغه په عین حال کې په ګواښونکی لهجې سره ټینګار وکړ چی لومړې به له روسیې سره ډیپلوماټیکی لارې پرمخ ونیول شی خو که روسیې داسې څه وکړل چی له نړیوالو قوانینو سره په تضاد کې وی ، نو بیا به امریکا روسیې په وړاندې ودریږی .
اوس دا پوښتنه مطرح ده چی ایا امریکا پخپله هم د نړیوالو قوانینو درناوې کوی چی دفاع وزیر یې دومره خبره کوی .
تهران راډیو په دې باره کې د ټیلی فون په لیکه د کابل نیوز ټیلی ویژیونی چینل د مشر او تکړه شناندی ښاغلی غلام جیلانی زواک نظر وپوښته چی هغه په ځواب کې وویل  له طالبانو سرهخ د روسیې د تماس د موضوع په اړه پخپله د دغه هیواد چارواکو هم سپیناوې ورکړی دې چی دا تماس یوازې د ګډ دښمن یعنی داعش د ځپلو او له افغان دولت سره د طالبانو خبرو اترو ته د هڅولو لپاره دې  او دا پټ تماس ندې بلکې د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړی استازی ظمیر کابلوف په وسیله اعلان شوی دی . ښاغلی زواک زیاته کړه کله چی افغان دولت خپل باور له لاسه ورکړی دی ، د رسویې په شمول د سیمې هیوادونه په افغان دولت باور نلری  او پوهیږی چی د داعش په جوړولو کې له امریکا سره ملګرې دې او د داعش له جوړولو یې هم هدف د روسیې ، مینځنی اسیا هیوادونه او د افغانستان د نورو ګاونډیو هیوادونو ناامنه کول دی  او دا هیوادونه هم حق لری چی د امریکا د دسیسې د شنډولو لپاره کومه چاره وکړی  او هغه له طالبانو سره تماس ولې نه وی . د امریکا دفاع وزیر په داسې حال کې د افغان دولت د حاکمیت د درناوی خبره کوی چی د غلام جیلانی زواک په وینا  امریکا پخپله په اچین ولسوالۍ کې د تر ټولو پیاوړی غیر ایټمی بم د استفادې لپاره له افغان دولت هیڅ اجازه نده غوښتی او نه یې کومه غږملتیا کړی وه، یوازې یې امنیتی عسکرو ته دومره ویلی وو چی چی د اچین ولسوالۍ په اسد خیلو کې به داعش پرضد  عملیات ترسره شی چی د هغې سیمې خلک او داعش کسان له هغه مرکز او غار څخه وتلی وو او دا سیمه تراوسه د امریکایی عسکرو په کنټرول کې ده حتی افغان امنیتی عسکرو ته هم هلته د ورتلو اجازه نه ورکوی . د یادولو ده چی تیر کال د افغانستان د پارلیمان لومړی مرستیال حاجی ظاهر قدیر  په افغانستان کې د داعش د رامینځته کولو په اړه د پارلیمان په څرګنده غونډه کې په ډاګه ویلی وو چی د داعش کسان  د بهرنیو عسکرو په الوتکو کې  ځای پر ځای کیږی  او د هغو مشران په کابل کې پراته دی او له افغان امنیتی حلقو  او په کابل کې ځینو سفارتونو سره ارتباط لری . هغه په دې اړه په خدای قسم خوړلې وو او ویلی یې وو چی  د بهرنیو عسکرو او افغان امنیتی ځواکونو په وسیله د داعش د جوړیدا اسناد هم لری  او افغان دولت تراوسه د حاجی ظاهر قدیر د څرګندونو په اړه هیڅ دریځ ندې غوره کړی  او هغه یې رد کړی هم ندی . اوس دا پوښتنه مطرح ده چی ایا د امریکا له خوا د نړیوالو قوانینو درناوې عقل منی   ؟

امریکا

Add new comment