د ایران له میرجاوې سرحده پاکستان ته صادارت ۱۷ فیصده زیات شوی دی

د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کښې د میرجاوه ولسوالۍ ولسوال وویل: په تیر کال کښې د میرجاوه سرحدی بازارچې څخه پاکستان ته د صادراتو اندازه ۱۷ فیصده زیاته شوې ده.

د میرجاوې ولسوال محمد میهنی نن زیاته کړه: په تیر کال کښې پاکستان ته له دې سرحدی بازارچې څخه د صادراتو اندازه ۱۳ زره ټنه وه چې ۴۷ میلیون ډالره کیږی او وړم کال په پرتله ۱۷ فیصده زیاتوالی ښائی.
میهنی په تیرو وختونو کښې له دې بازارچې د صادراتو نشتوالی ته په اشارې سره څرګنده کړه: یوازې په تیرو دوو کالو کښې له دې بازارچې صادرات شوی دی چې د مقاومتی اقتصاد لپاره یو مناسب اقدام دی.
هغه وویل چې له دې بازارچې څخه هره ورځ ډیر شیان پاکستان ته صادریږی چې زیاتره پکښې خرما یا کجورې، سمینټ او ماربل شامل دی.
د میرجاوه سرحدی بازارچه د ایران په ختیځ کښې د پاکستان تفتان سرحد ته څیرمه پرته ده.

Add new comment