داسلام دګران پیغمبر دبعثت نیکمرغه اختر مو مبارک شه

د پیغمبر اکرم بعثت د حضرت محمد مصطفی (ص) پر پاک زړه د خداوندمتعال د پاک کلام په نازولو سره، دبشریّت په ژوند کې دلارښونې پیلونکی او بنیادی بدلون شو ،څو انسان په توحید او کرامت سره دهدایت په لار روان شی .

حضرت محمد مصطفی (ص)  چې د مبعث کیدا په وخت څلویښت کلن  ؤ او په مکې مکرمې  کې ئې  ژوند کاوه    په غاز حرا کې دحضر ت جبرائیل په وسیله   په وحی سره  دحق   ورستی  استازی  وټاکل شو څو   نړیوالو ته  سمه او نیغه لاره وروښئ .
د اسلامی تاریخ په اساس نن  یعنی د رجب د میاشتې اوه ویشتمه نیټه  د اسلام دګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (صلی الله علیه و آله) د مبعث  ورځې سره برابره ده چې په  درستې نړۍ  کې درست  مسلمانان په دې ورځې جشن لمانځی.  په همدې مناسبت د اسلامی نړۍ د نورو هیوادونو غونډې  په ایران کې هم په ټولو زیارتونو او جوماتونو کې جشنونه روان دی او د ویناوالو په وسیله دخپل  ګران پیغمبر له سیرته ځانونه خبروی .
په دې مناسبت  د ټی وی شیعه پښتو خپرونې  د نړۍ ټولو مسلمانانو په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته  د زړه له کومې  مبارکی وائی . 

Add new comment