په کورم ایجنسۍ کې په یوه چاودنه کې په لسګونو کسان مړه او ژوبل شول

نن د پاکستان په کورم ایجنسۍ کې د یوه ګاډی په لاره کې د بم په چاودنه کې د دریو ښځو او څلورو ماشومانو په شمول ۱۳ کسان ووژل شول . په دغه چاودنه کې یو شمیر کسان ژوبل شوی هم دی .

ځینې سرچینې وایی چی دا چاودنه د ریموټ کنټرول په وسیله شوی ده خو ځینې بیا وایی چی دا د ماین بم چاودنه وه .
دا راپور زیاتوی چی ځینو سخت ژوبل شوی کسان پیښور ته منتقل شوی دی .  تراوسه کوم کس یا ډلې د دغې چاودنې پړه پرغاړه نده اخیستی  ، خو پولیټیکل ایجنټ شاهد علی خان  رویټرز ته ویلی دی چی  ترهه ګرو د سړک غاړې ته بم ښخ کړی وو او کله چی ګاډې تیریده نو د ریموټ کنټرول په وسیله یې چاودنه وکړه .
په دې وروستیو کې په کورم ایجنسۍ کې ځان وژونکی حملې او چاودنې زیاتې شوی دی .

Add new comment