دعراق ولسی مبارز ځواک له داعشی تکفیریانو نوره سیمې هم آزادې کړې

النهرین خبری چینل راپورورکړ دعراق الحشد الشعبی ولسی مبارز ځواک په نینوا ولایت کې دخپلو بریالیتوبونو په دوام کې له داعشی تکفیریانو دڅو نورو کلو په آزادولو سره الحضر لرغونی ښار دروازو ته ورسید

النهرین خبری چینل راپورورکړ د عراق الحشد الشعبی ولسی مبارز ځواک په نینوا ولایت کې دخپلو بریالیتوبونو په دوام کې له داعشی تکفیریانو دڅو نورو کلو په آزادولو سره الحضر لرغونی ښار دروازو ته ورسید.
راپورښئ  دغه ولسی مبارز ځواک   دالحضر ښار په ختیځ  کې  په پرمختګ سره  دوسلو څو ګودامونه هم تباه  کړی او  د داعش ترهه ګرې ډلې ځینی جنایتکار  له  هغې سیمې  تښتیدلی دی .
الحشد لشعبی ولسی مبارز ځواک پرون هم   دپوځ   دجنګی چورلکو په ملاتړ سره   له داعشی تکفیریانو  دولس کلی آزاد کړی دی .
خبرونه ښئ  دعراق پوځ  داعشی تکفیریانو ته له درندو مرګ ژوبلو اوتاوانونو اړولو وروسته  ددغو کلو پر سترو ودانیو  دعراق بیرغ ورپاوه .
په عین حال کې د عراق دپارلیمان مشر سلیم الجبوری د نینوا ولایت موصل لودیځی سیمو ته تللی څو د موصل د آزادونکو عملیاتو پرمختګونه له نزدې وګوری

Add new comment