​​​​​​​نتانیاهو د غزې اوسیدونکو ته د سخت جنګ ګواښ وکړ.

د صهیونیسټی رژیم وزیراعظم د غزې تړانګې اوسیدونکی د ۲۰۱۴ کال له جنګه په لاډیر سخت جنګ وګواښل.

د ایسوشیئیټډ پریس د خبر له مخې د فلسطین د اسلامی مقاومت له غورځنګ (حماس) سره د صهیونیسټی رژیم د هرډول نوې نښتې په هکله د اسرائیلی چارواکو له خبرداریو سره سره د دغه رژیم وزیراعظم بنیامین نتانیاهو بیګا په پارلیمان (کنسټ) کښې وویل: د نظروړ انتخاب پر غزې تړانګې له مخکښې نه لاسختې حملې دی.
د صهیونیسټی رژیم د کابینې د څارونکی په رپورټ کښې چې په تیره فرورۍ کښې صادر شو، راغلی دی: په غزې باندې د ۲۰۱۴ کال په حمله کښې اسرائیلو په جنګ کښې د تونلونو له خطر سره د مقابلې لپاره پوره چمتووالی نه درلود او کابینې هم د دې جنګ په هکله د مناسبې پریکړې کولو پوره معلومات نه درلودل.
د غزې د ۲۰۱۴ کال د جنګ پایلې د صهیونیسټی رژیم لپاره په ټولنیزو، اقتصادی او پوځی اړخونو کښې دومره ګرانې تمامې شوې چې د ۵۰ ورځنی جنګ په ختمیدو سره د دغه رژیم په کابینه کښې سیاسی کړکیچ زیات شو او یوشمیر صهیونیسټی چارواکو استعفا ورکړه.

Add new comment