په مینځنی ختیځ کښې دسلو هیوادونو ټروریسټان شته

امریکا او اروپایي هیوادونو دداعش په شمول د ترهګرو ډلو په جوړولو کََښې اصلي رول لرلی دی .

زمونږ خبریال وایی دمینځنی ختیځ دصلحې په بهیر کښې دملګروملتونو ځانګړی غږملونکی نیکولای ملادنوف وویل په تیرو څو کلونو کښې دنړۍ د سلو(۱۰۰) هیوادونو څه دپاسه دیرش زره(۳۰۰۰۰) ترهګر مینځنی ختیځ ته ورغلی دی او له ترهګرو ډلوسره یوځاې شوی دی .
هغه وویل دمینځنی ختیځ په پراخه سیمه کښې دغیر ځای ترهګرو شتون او ګڼ شمیر وسلې او تجهیزات چې  دترهګرو ملاتړی هیوادونه یې هغوې ته ورکوی د سیمې او دنړیوال امنیت او صلحې پرضد د ګواښونو د زیاتیدا سبب شوی دی .
نیکولای ملادنوف چې دمینځنی ختیځ په اړه دملګروملتونو دامنیت شورا په غونډې کښې یې وینا کوله وویل ځینې خارجی ټروریسټان خپلوهیوادونو ته ستانه شوی دی او په خپلو ټولنو کښې دتاوتریخوالی د پراخولوسبب شوی دی .
امریکا او اروپایی هیوادونه چې د داعش په شمول دترهګرو ډلو په جوړولو او دهغوې په وسله وال او اقتصادی ملاتړ کښې یې اصلی رول او ونډه لرلی ده اوس دهمدغو ټروریسټانو په لیکو کښې د خپلو هیوادونو دځوانانو د شتون له ښکارندې سره مخ دی .
په اروپایی  اتحادیې کښې خپلو هیوادونو ته د دغو ترهګرو بیرته ستنیدا دغه لویدیځ هیوادونه سخت اندیښمن کړی دی په دې ډول چې د فرانسې په شمول ځینو اروپایی هیوادونو د روان میلادی کال لپاره خپله دفاعی او امنیتی بودجه ډیره زیاته کړی ده .

Add new comment