په افغانستان کښې د امریکې پالیسۍ ماتې خوړلې ده

د افغانستان د ولسی جرګې غړی وویل: کابل ته د امریکې د دفاع د وزیر وروستے سفر نه یوازې د افغانستان له امنیت سره مرسته نه کوی بلکه د ناامنیو د لا زیاتېدو سبب کیږی.

مولانا عبدالرحمان رحمانی زمونږ له رېډیو سره په مرکه کښې د افغانستان په جنګ کښې د ډونالډ ټرمپ فوځی پالیسی د باراک اوباما په شان ماتې خوړونکې وبلله.
هغه وویل په دوه زره وړومبی کال کښې په افغانستان باندې د امریکې او د هغې د انډیوالانو د یرغل له وخت نه تر اوسه پورې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په بهانه په دغه هېواد کښې ناامنی، بې ثباتی او د ترهه ګرو ډلو نفوذ لا زیات شوے دے.
هغه په افغانستان کښې د روسیې له احتمالی شتون څخه د امریکې اندېښنې ته په اشارې سره وویل،په داسې حال کښې چې امریکه په دغه جنګ ځپلی هېواد کښې خپل فوځی سیاست او پالیسی په خطر کښې وینی کوشش کوی په افغانستان کښې د ناامنۍ او بې ثباتۍ لمن د مرکزی اېشیا هېوادونو ته ارته کړی چې د واشنګټن دغه سیاست هم ماتې خوړلې ده.
مولانا عبدالرحمان رحمانی تاکید وکړو د افغانستان خلق په امریکه اعتماد نه لری ځکه چې دغه هېواد صداقت نه لری او د هیڅ ډول نړیوالو قوانینو پابند نه دے.

Add new comment