ایران د ایټمی تولیداتو بازار ته داخل شو
د ایران د اسلامی شورا د ملی امنیت او بهرنی سیاست د کمیشن غړی وویل: ایران په روسیې او امریکې باندې د درنو اوبو په خرڅولو سره په عملی توګه د ایټمی تجهیزاتو او تولیداتو د خرڅونکو بازار ته داخل شوی دی.
حسین سبحانی نیا په دې خبرې سره چې روسیه د درنو اوبو د تجارت لپآره یو مناسب هیواد دی، زیاته کړه: روسیې د یورانیمو د تبادلې په کار کښې وښودله چې په ایټمی برخه کښې د راکړې ورکړې لپاره یو ډاډمن هیواد دی.
سبحانی نیا له ایرانه د کابو ۴۰ ټنه درنو اوبو د پیرلو لپاره د روسیې د چمتووالی اعلان ته په اشارې سره وویل: روسیه د ایران د ایټمی موافقې په اجرا کښې یو اصلی هیواد دی او د برجام له مخې ایران باید د خپلو درنو اوبو کابو ۱۳۰ ټنه اضافی زیرمه په نړیوالو بازارونو کښې وپلوری.
هغه زیاته کړه: ماسکو له طبیعی او اومو یورانیمو سره د بډایه شویو یورانیمو په تبادلې کښې مهم رول لری.
د ویلو ده چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کښې اعلان کړی چې له ایران څخه د ۴۰ ټنه درنو اوبو د اخیستلو نیت لری.
له دې مخکښې امریکې د ایران ۳۲ ټنه درنې اوبه پیرلې دی.
Add new comment