دسعودی عربستان دپخوانی سفیر میرمنې له ترهګرو سره مرسته کوله
دبریطانیه یوې(۱) ورځپاڼې په امریکا کښې د ۲۰۰۱ میلادی کال دسپتمبر دمیاشتې د یولسمې(۱۱) نیټې له حملو سره په واشنګټن کښې دسعودی عربستان دپخوانی سفیر بندر بن سلطان د میرمنې د ارتباط د لرلو خبر ورکړ .
د بریطانیه اینډی پینډینټ ورځپاڼې پرون دیوه(۱) راپور په خپرولو سره د ۲۰۰۱ میلادی کال دسپتمبر دیولسمې(۱۱) نیتې دحملو له سعودی عاملانو سره په واشنګټن کښې د سعودی عربستان د سفارت دیوشمیر غړیو ارتباط ته په اشارې سره ټینګار وکړ یوه(۱) حمله کونکی په امریکا کښې دسعودی عربستان دسفیر بندر بن سلطان له میرمنې څخه زیاتې پیسې ترلاسه کړی وې .
دغه ورځپاڼې وویل د غسان الشربی ، نواف الحمزی او د خالد المنضار په شان کسانو چې د سپتمبر د یولسمې(۱۱) نیټې دحملو عاملان وو په امریکا کښې د سعودی عربستان په سفارت کښې له یوشمیر کسانو سره ارتباط او اړیکې لرلې .
دغه ورځپاڼې دغه راز د سپتمبر د یولسمې(۱۱) نیټې دحملو د پټو سندونو دخپرولو لپار دغوښتنو زیاتیدا ته په اشارې سره وویل د نیویارک دهغه وخت ښاروالې روډی جولیانی ددغو پټو سندونو د خپریدا په پلویانو کښې شامل ده .
جولیانی څه موده مخکې ویلی وو دسعودی عربستان یوه(۱) شاهزاده ماته د لس(۱۰) میلیونه ډالرو یو(۱)بانکی چیک راکړی چې دسپتمبر دیولسمې (۱۱)نیټې دحملو په باره کښې دسعودی عربستان پرضد هرډول تور رد کړی .
Add new comment