د امام علی علیه السلام سره منسوب مصحف د زیارت له اړخه چاپ شو
ټی وې شیعه راپور له مخې، قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) ویبپاڼې نه په نقل، د امام علی علیه السلام د زیارت ادارې شورا غړې عیسی محمد صالح الخرسان د دې زیارت له خبرونو مرکز سره مرکه کې د دې خبر اعلان سره وویل: د امام علی علیه السلام سره منسوب مصحف چاپ او خپرول به د علوی زیارت له اړخه پيل کېږي.
هغه زیاته کړه: دا ځانګړې غونډه به د علوی زیارت ادارې له اړخه د سید نزار هاشم حبل المتین په مشرتوب کې کار کوې او محمد صالح الخرسان د زیارت د ادارې شورا غړې، د علوی زیارت د کلتوری او فکری چارو مشر اسعد الخاقانی او د دې زیارت د خطی نسخو برخې مشر شیخ صفاء به د دې غونډې غړې وې.
عیسی محمد صالح الخرسان ادامه کې وویل: دا ځانګړې غونډه د دې خطي مصحف چې له امام علی علیه السلام سره منسوب دې د زده کړو اکاډميکو ته د رسېدلو، علمي او مقایسوي کار شروع کړو او د دې کار لپاره یی د ایران، پاکستان او د بغداد المستنصریه پوهنتون کارپوهانو سره یی اړیکه نیولې چې د هغوي استقبال سره مخامخ شوي.
هغه زیاته کړه: په دې اړه د مختلفو څېړنو او مطالعاتو نمونې مونږ ته د مختلفو ځایونو نه را لېږلې شوې او دا غونډه د هغې څېړنې کوې چې له ټولو نه ښه ترې خوښه کړي.
الخرسان ادامه کې وویل: امام علی علیه السلام سره منسوب مصحف نه انځور به په مسلکي توګه او د لوړ کیفیت سره اخیستلې کېږي او بیا له هر اړخیزه څېړنې او د هغې علمي اړخونو ثابت کولو نه پس د دغې نسخې د عمر په اړه څېړه کېږې او د څېړنې اخیرنۍ مرحله یی د راډيو د کاربن په پوستکي ازموینه نه پس په دغه مصحف به لیکلې کېږي.
الخرسان زیاته کړه: همدارنګه مونږ د کوفې خط کارپوهانو سره هم اړیکې نیولې چې د دې مصحف خط تشخیص ورکړې او په دې اړه څېړنې ترسره کړې.
Add new comment