د هند جماعت اسلامی له اړخه د یووالې حفظ کولو باندې غونډه کې ټینګار

د ټی وې شیعه راپور له مخې، قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا)  نه په نقل، د هند جماعت اسلامی غونډه کې اعلان کړي: داسې وخت کې چې د اسلام خلاف قوتونه کوښښ کوې چې د مسلمانانو ترمنځه یووالې د ډله ډلبندۍ سره وځپې مسلمانان او اسلامی سازمانونه باید سره خپلو کې یو وسې.
د هند ارسا او آندراپردیش سیمې جماعت اسلامی مشر خواجه عارف الدین دې غونډه کې وویل: یواځې دینی تحمل او زغم سره د یووالې او سوله یز پرمختګ چاپیریال ته هیله مند کېدلې شو.
عارف الدین وویل: تر کوې چې مسلمانان د غلط تصوراتو له منځه وړلو لپاره کار نه کوې له دارنګه ستونزو سره به مخامخ وې. دې وخت د دین اسلام اصلی معرفي ته ستره اړتیا وجود لري.
د هند د جماعت اسلامی یو بل مشر الیاس خان هم په دې کانفرانس کې په اسلام کې د کورنۍ ارزښت او اهمیت په اړه خبرې وکړې او وې ویل: حضرت محمد صلی الله علیه و آله هر ډول ظلم په ښځو نه وو منلي.
هغه ادامه کې وویل: مسلمانانه کورنۍ کې ښځې یو ډول دندې لرې چې د ماشومانو روزنه د اسلامی ارزښتونو او ښودو په رڼا کې او د اسلام معرفي له هغې نه یوه دنده ده.
الیاس خان هم دارنګه د مسلمانانې ښځې د قرآن زدکړې او بیا هغه ماشومانو ته ښودلو باندې تشویق کړې.
د هند جماعت اسلامی پرېکړه کړې چې په هر درې میاشتو کې یو ځل د اسلامی ښودنې وړاندې کولو او خپرولو لپاره په منظم ډول غونډې پیل کړي او مسلمانان اسلامی پوهنې ته وده ورکړي.

Add new comment