دننگرهار پوهنتون ۳۱ محصلین د بند په سزا محکوم شول
د ننګرهار استیناف محکمې د دغه ولایت د پوهنتون ٣١ محصلین ملی بیرغ ته د سپکاوی په تور د بند پر سزا محکوم کړل.
څو میاشتې مخکې د ننګرهار سلګونو محصلینو د یوه لاریون په ترڅ کې د وسله والو مخالفینو په پلوی شعارونه ورکړل او د هېواد ملی بیرغ ته یې سپکاوى وکړ.
تر دې پېښې وروسته د ملی امنیت ځواکونو د یاد پوهنتون لسګونه محصلین ونیول او محکمې ته یې سپارلی وو.
د ننګرهار استیناف محکمې د رییس عبدالولی قاضی زاده په مشرۍ د کورنی او بهرنی امنیت د استیناف دېوان له خوا پرون ٣١ محصلینو ته له پنځو میاشتو څخه تر دوو کلونو پورې د بند سزا واورول شوه.
Add new comment