د افغانستان د حکومت مبهم راتلونکے

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وائی چې غواړی له یو مضبوط سیاسته په ګټه اوچتولو سره د سیمې او نړۍ په سطح پاکستان ګوښې ته کړی.
د افغان ولسمشرمحمد اشرف غنی ویاند دواخان مینه پال په یوې مرکه کښې ویلی دی چې پاکستان هم هغه شان له هغو ترهه ګرو ډلو ملاتړ کوی چې په افغانستان کښې تشدد او تاوتریخوالی ته لمن وهی. د هغۀ د وېنا له مخې د کابل له خونړۍ حملې وروسته افغان حکومت کوشش کوی چې پاکستان له سیاسی نظره د سیمې او نړۍ په سطح ګوښې ته کړی او په عملی توګه هم د ګوښه کېدو په حال کښې دے.
اوس پوښتنه دا ده چې آیا افغان حکومت د دې صلاحیت لری چې له یوې مضبوطې ډېپلومېسۍ څخه په استفادې سره پاکستان ګوښې ته کړی؟ او آیا داسې ډېپلومېسی به پاکستان دې ته مجبور کړی چې د طالب ډلې له ملاتړه لاس واخلی او هغه د سولې خبرو اترو ته چمتو کړی؟ د کارپېژاندو له نظره د امریکې له جدی دباو نه بغېر به پاکستان هیڅ وخت له طالب ډلې څخه له ملاتړه لاس وانخلی او همدارنګ د افغان حکومت کورنی اختلافات هم یوه کمزوری ده چې مخالفې ډلې او پاکستان ترې استفاده کوی. د ولسمشرۍ د ماڼۍ د ویاند مرستیال شاه حسېن مرتضوی هم په دې باره کښې وویل چې د افغان حکومت نظر دا دے چې طالب ډله د سولې له پروسې سره نوره څه دلچسپی نۀ لری، نو ځکه په دې لټه کښې دے چې یوه بله لاره په مخکې ونیسی. د همدې مقصد لپاره سبا د افغان ولسمشر لخوا د ولسی جرګې او مشرانو د جرګې ګډه غونډه رابللې شوې ده چې د طالب ډلې په وړاندې یوه نوې سټراټیجی غوره کړی.
له بلې خوا په افغانستان کښې د نېټو قوماندانی وائی چې داعش هم د اټکل له مخې تقریباً درې زره جګړمار لری. جنرل چارلی کلیفلېنډ وویل، داعش نه یوازې د افغانستان لپاره بلکه د سیمې لپاره هم یومشکل دے. هغۀ په عېن حال کښې وویل چې افغان امنیتی ځواکونه له طالب ډلې سره په جنګ کښې د تېر وخت په نسبت لا غوره دریځ لری. هغۀ په افغانستان کښې د داعش د شمېر په باره کښې د روسی چارواکو څرګندونې ردې کړې چې ویلی یې وو چې په افغانستان کښې د داعش شمېر مخ په زیاتېدو دے. خو د نېټو د وېاند د وېنا له مخې د داعشیانو شمېر له یو زرو نه تر درې زرو پورې دے.
همدارنګ د افغانستان لپاره د روسیې خاص استازی کابلوف له دې مخکې ویلی وو چې داعش ډله په افغانستان کښې لس زره ځواکونه لری او اوس هم د زیاتېدو په حال کښې دی. ننګرهار، کنړ او غزنی هغه ولایتونه دی چې داعشیان پکې شتون لری. د بلخ ولایت والی عطامحمد نور هم څه موده مخکې ویلی وو چې داعش ډله په ټولو ولایتونو حتی په شمالی ولایتونو کښې هم د ځواکونو د جذبولو او پراختیا په حال کښې ده او په افغانستان کښې یې د پراختیا په اړه د روسیې اندېښنه د دې سبب شوه چې روسیه حتی د داعش ډلې د ځپلو لپاره له طالب ډلې سره ارتباط ټینګ کړی.
په افغانستان کښې د نېټو د ویاند د وېنا له مخې که څه هم داعش ډله په افغانستان کښې له مخالفوشپږو ډلوڅخه ده خو طالبان له ټولو نه زیات خطرناک دی. باید ووایوو چې د افغانستان د ولسی جرګې وړومبی مرستیال حاجی ظاهر قدیر څو میاشتې مخکې اعتراف کړے ؤ چې داعش جګړمار په افغانستان کښې د بهرنیو ځواکونو د هیلی کاپټرونو په ذریعې سره ځاے پرځاے کیږی.
د افغانستان د ولسی جرګې او د ولایتی شوراګانو د انتخاباتو په اړه د دغه هېواد جاری حالت ته په پام سره هم یو لړ شکونه او شبهې رامنځته شوې دی، د نوې کرښې نومې د افغان ځوانانو تنظیم د پارلېمانی او ولایتی شوراګانو د انتخاباتو جوړولو لپاره د افغان حکومت د ارادې په اړه شک لری او د دغه تنظیم غړیو په یوه غونډه کښې وویل چې د انتخاباتو د جوړېدو نېټه اعلان شوې ده خو د دې کار لپاره هیڅ تیاری نه کیږی.
د افغانستان د انتخاباتو کمېشن د افغان حکومت په غږملتیا سره د تلې د میاشتې څلوریشتمه نېټه د ولسی جرګې او ولایتی شوراګانو د انتخاباتو لپاره اعلان شوې ده خو مدنی ادارې د انتخاباتود کمېشن د ټاکنې په اړه شک لری.
زمونږ رېډیو په دې اړه د ټیلفون له لارې د افغانستان د انتخاباتو د کمېشن د مرستیال عبدالرحمان هوتکی نظر وپوښتۀ چې په ځواب کښې یې وویل، کمېشن آماده دے چې انتخابات په خپله نېټه ترسره کړی خو حکومت له اقتصادی نظره نه له کمېشن سره څه مرسته کوی او نه یې د سیاسی ګوندونو د غوښتنې له مخې په اساسی قانون او د انتخاباتو په قانون کښې څه اصلاحات راوستی دی او تر هغه وخته چې اقتصادی او امنیتی مشکلات ختم نه شی او همدارنګ په اساسی قانون او د انتخاباتو په قانون کښې اصلاحات رامنځته نه شی د انتخاباتو کېدل لرې خبره ښکاری.
د افغانستان د سټراټیجکومطالعاتو د دفتر مشر غلام جېلانی ځواک هم په دې اړه زمونږ له رېډیو سره په تیلفونی مرکه کښې وویل چې افغان حکومت د انتخاباتو د کولو لپاره د امریکې حکومت ته احتیاج لری او تر هغه وخته چې په امریکه کښې د ولسمشرۍ انتخابات ونه شی لرې ښکاری چې اجازه ورکړی چې په افغانستان کښې پارلېمانی انتخابات چې کېدې شی له سیاسی او حتی امنیتی بحران سره مخامخ شی، وشی. د غلام جېلانی ځواک د وېنا له مخې د افغانستان حکومتی نظام له مخکې نه هم د امریکې د بهرنیو چارو د وزیر جان کیری په مداخلت سره چې د اساسی قانون په خلاف یې د ملی وحدت حکومت په دوه سری شکل سره تشکیل کړ او اوس هم د هغۀ په اجازې سره حکومت ته دوام ورکوی تر پوښتنې لاندې ؤ او په تېر څلور نوی یم هجری نمریز کال کښې د پارلېمانی انتخاباتو نه کېدل او دا چې کېدې شی سږ کال هم ونه شی د افغانستان د حکومتی نظام مشروعیت به سل په سلو کښې تر پوښتنې لاندې راولی.

Add new comment