نیویارک ټایمز: امریکا د افغان قربانیانو سپکاوی کوي

نیویارک ټایمز امریکايي ورځپاڼې د امریکا په دفاع وزارت پنټاګون باندې نېوکې کړي چې د دوی په بمباریو او بریدونو کې وژل شوو او ټپي شوو افغانانو سپکاوی کوي.
ورځپاڼې لیکلي چې امریکايي ځواکونو زیاتره وخت په افغانستان او عراق کې د ملکي وګړو ژوند لپاره د تعزیت په نوم یو ډول بیه ايښې چې له څو سوه ډالرو پیلیږي او لسګونو زرو ته رسیږي.
ورځپاڼې لیکلي چې د امریکا دفاع وزارت پنټاګون دغه کار له کلونو راهیسې کوي څو د قربانیانو سره یو څه انصاف وکړي. د ورځپاڼې په باور د کندوز په روغتون د بمبارۍ قربانیانو کورنیو ته چې کوم تاوان ورکول کیږي، کاملا نامناسب دی.
د کندوز د برید وروسته شپږ میاشتې تېرې شوې او امریکا هم ومنله چې په برید کې یې ۴۲ ملکي وګړي وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.
د روان کال په لومړیو میاشتو کې امریکايي ځواکونو د ملکي وګړو وژل شوو کورنیو ته شپږ زره امریکايي ډالر او ټپيانو ته د درې زره ډالرو ورکولو وړاندیز کړی و. دغه وړاندیز د بې سرحده ډاکترانو اجراییه رییس جاسون کون په یوې مرکه کې د قربانیانو سپکاوی ګڼلی و.
نیوز ویک سره په یوې مرکه کې د عبدالقدیر په نوم یو کس چې خپله ۱۲کلنه لورکۍ یې په برید کې د لاسه ورکړې وه، ویلي وو چې دغه پیسې يې د لور مقابل کې هېڅ نه دي. قدیر پیسې واخېستلې او پر باور یې بله هېڅ لاره چاره نه لري.
ورځپاڼې لیکلي چې د امریکايي بریدونو قربانیانو ته باید د امریکا حکومت مناسب تاوان ورکړي او د دې لپاره باید داسې یو پلان ونیسي څو دغه کورنۍ بېرته له سره جوړې شي.
«لکه چې ښاغلي کون یادونه کړې، د روغتون ډیر کارکوونکي داسې ټپيان دي چې ښايي اینده کې نورد پیسو ګټلو جوګه نه وي».

Add new comment