د طالبانو سره جګړه؛ د افغانستان د دولت لمړیتوب
د افغانستان د ملی امنیت شورا، اعلان وکړ: چی له دې وروسته، د طالبانو سره جګړه؛ پر سولې او خبرو اترو باندی لمړیتوب لری.
د دغې شورا ویاند، ثواب غورځنګ اعلان وکړ: هغه کسان به چی له دولت سره یی جګړه غوره کړې ده، نابود شی.
د افغانستان د ملی وحدت د دولت دغه استراتیجې، د افغانستان دفاع وزارت ته څیرمه، د ملی امنیت د ریاست په وړاندی، د کابل له وروستۍ ویرونکې چاودنې وروسته، غوره شوې ده. پدغه چاودنه کی ۶۴ کسان وژل شوی، او نور ۳۴۷ تنه هم، ژوبل شول.
له دې وړاندی د ملی وحدت د دولت د اجرایی شورا رئیس« عبدالله عبدالله »، د دی ټکی په بیانولو سره چی طالبانو ډلې، د جګړې لاره غوره کړې ده، ټینګار وکړ: هغوی به خپل هدف ته ونه رسیږی، او وبه ځپل شی. د طالبانو ډلې، د افغانستان؛ پاکستان، چین او امریکا د څلورو هیوادونو د غوښتنې په ځواب کی، پر دې چی د افغانستان سره نیغ په نیغه خبرې اترې وکړی، او له سوله ایزې لارې څخه د سیاسی قدرت په ډګر کی برخه واخلی؛ د یوې اطلاعیې په خپرولو سره اعلان وکړ؛ چی تر څو پوری د دغې ډلې غوښتنې عملی نه شی، د سولې په خبرو اترو کی برخه نه اخلی.
طالبانو له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل، د ملګرو ملتو له تور لیسټ څخه د دغې ډلې د نوم ایستل کیدا، او د خپلو بندیانو خوشی کیدل، د افغانستان له دولت سره د سولې په مذاکرو کی د ګډون کولو،د مخکنیو شرطونو په توګه یاد کړی ؤو.
د سیاسی شناندو له نظره، د طالبانو سره د خبرو لپاره د هلو ځلو پرځای، د یادې ډلې سره د جګړې دوام ورکولو ته، د افغانستان د ملی وحدت د دولت د استراتیجۍ بدلیدا، له سوله غواړو هلو ځلو څخه د نا هیلۍ بیانونکې ده.
د افغانستان د ملی وحدت دولت، په دؤو وروستیو کلونوکی، د طالبانو سره د خبرو اترو لپاره، زیاتې هلې ځلې کړی دی، او د دغه هیواد ؤلس مشر، محمداشرف غنی هم، له پاکستان څخه د مرستې په غوښتلو سره، هڅه وکړه چی دغه هیواد دیته تشویق کړی؛ چی طالبان د سولې په خبرو اترو کی د ګډون لپاره و هڅوی. خو په عمل کی نه یواځی د ملی وحدت د دولت دغه سیاست او استراتیجې، نتیجه نه درلوده، بلکه د طالبانو حملو زیاتوالئ وموند. دا پدې معنا ده چی، هغه کسان چی په افغانستان کی د طالبانو سره د جګړې په دوام باندی باوری دی، د دغې ډلې له خوا د تاوتریخوالی دوام، د خپل نظر د ثبوت یو دلیل ګنی، او ټینګار لری چی، پدی هیواد کی د سولې د ټینګیدو یواځنۍ لاره، د طالبانو او نورو ترهه ګرو ډلو ځپل دی. پدې لید توګه کی طالبان، یوه زیات غوښتونکې او قدرت طلبه ډله ده، او په هیڅ توګه به، دیته حاضر نه شی چی د فډرال دولت په چوکاټ کی، د افغانستان د جغرافیا یوه برخه په واک کی ولری، او په حقیقت کی طالبان غواړی، ټول افغانستان په واګه کی ولری. د طالبانو سره د جګړې د دوام باوری کسان، پاکستان له دغې ډلې څخه د ملاتړ کولو په دوام باندی تورنوی، او عقیده من دی چی اسلام آباد، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د بین المللی پولې په توګه د ډیورنډ فرضې کرښې د ټاکلو په شمول، د لازمو امتیازاتو د ترلاسه کولو په منظور، له طالبانو څخه د وسیلې په توګه استفاده کوی.
پاکستان دغه تور ردوی، خو د افغانستان ؤلس مشر؛ محمد اشرف غنی، په ځلونو اعلان کړئ، چی د دغه هیواد د سولې لاره، له پاکستان څخه تیریږی، او تر څو پوری چی دغه هیواد، په جدی توګه په افغانستان کی د سولې ټینګیدو سره د مرستې لپاره، د عمل ډګر ته ګام کښینږدی، په افغانستان کی به کړکیچ او نا امنۍ هماغه راز دوام ولری.
په هر حال، په افغانستان کی د سیاسی ټولنو له نظره، د طالبانو سره د جګړې په ادامې باندی، د دغه هیواد د ملی وحدت د دولت د استراتیجۍ بدلیدا، او د تاوتریخوالی په دوام ورکولو باندی د دغې ډلې ټینګار، په افغانستان کی د جګړې او وینې تویونې د زیاتیدا، او د دی هیواد دؤو تیرو لسیزو تاریخ ته د بیرته ستیندا په معنا ده. داسی یو وضعیت چی له کبله یی امریکا او د هغې ملګری ملامت دی، ځکه چی دوی ۱۵ کاله وړاندی، د افغانستان په نیولو سره، د ټروریزم او جګړه غوښتونکو سره د مقابلې شعار ورکړ. خو حاضر دمه نه یواځی په افغانستان کی امنیت ټینګ شوئ نه دئ، بلکه د دغه هیواد دولت او خلګ، هماغه شان د ټروریزم او افراط پالو د لانجې سره لاس او ګریوان دی.
Add new comment