دسوریې عسکرو ترهګرو ته زیاتې مرګ ژوبلې اړولی دی

د سوریې پوځیانو او جنګی الوتکو په مختلفو سیمو کښې په ټروریسټانو حملو سره هغوې ته مرګ ژوبلې واړولې .
العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ پرون د سوریې په شمال کښې دحلب ولایت په خوا کښې دالزهرا کلی په جنوب کښې دترهګرو دراغونډیدا په ځاې دهوایی ځواک په حملې کښې یوشمیر ترهګر ووژل شول .
د سوریې پوځ دحلب ولایت په لویدیځ کښې د ترهګرو ډلو د ګډو عملیاتو په مرکز حملې سره هغه په کامل ډول تباه کړ.
د سوریې پوځیانو له داعش ترهګرو سره په جنګ کښې چې اراده یې لرله د حما په شمالی سیمې کښې په معان سیمې حمله وکړه شل (۲۰)ترهګر ووژل .
د سوریې پوځیانو په ریف دمشق کښې په بیر القصب سیمه کښې په عملیاتو کښې دداعش تکفیری ډلې شل(۲۰) غړی ووژل او په درعا کښې یې دالنصره ډلې حمله په شا تمبولی ده .
دغه راز داعش ترهګرې ډلې ادعا کړی ده چې دوې د سوریې دپوځ یوه(۱) الوتکه نسکوره کړی ده او دهغې پایلوټ یې چې عظام عیدنومیږی او دحما سیمې ښاریز دی نیولی دی .
بل خبردا چې دترکیې پوځ هم پرون دسوریې په شمال کښې په یو شمیر سیمو د توپونو او هوانونو ډزې وکړې .
ترکیې د سوریې دکړکیچ له پیلیدا راهسې له سعودی عربستان او قطر سره یوځاې دترهګرو ډلو ملاتړ ته دوام ورکړی دی .

Add new comment