افغان علماو وویل، له افغان حکومت سره د مخالفانو جنګ د اسلام په خلاف دے
د افغانستان د ننګرهار ولایت دینی عالمانو وویل هغه ترهه ګر چې لاسونه یې د بېګناه خلقو په وینو ککړ دی له اسلامه خارج دی.
د افغانستان د ننګرهار ولایت دینې عالمانو پرون وویل هغه کسان چې له افغان ملی او امنیتی ځواکونو سره جنګیږی مسلمانان نه دی.
د ننګرهار والی مطبوعاتی دفتر د اعلان له مخې د دغه ولایت دینی عالمانو د افغان حکومت د مخالفانو لخوا روان جنګ د اسلامی اصولو په خلاف وبلۀ.
د ویلو ده چې د افغانستان دینی علماء په عامه توګه د طالب ډلې په خلاف له وېنا کولو ډډه کوی ځکه چې دغه ډله له نورو نه زیات هغه عالمان چې د جنګ په خلاف خبره کوی خپل هدف ګرځوی.
Add new comment