ملګرو ملتو په سعودی کښې د بشری حقوقو د خلاف ورزۍ رپوټ خپور کړ
د ملګرو ملتو د شکنجې په خلاف کمېټۍ اعلان وکړ له سیاسی مخالفانو سره د آل سعود رژیم چلند د بشری حقوقو څرګنده خلاف ورزی ده.
د روئیټر خبری اژانس د رپوټ له مخې د ملګرو ملتود شکنجې خلاف د کمېټۍ کارپېژاندو پرون له سیاسی فعالانو سره د سعودی عربستان د چلند په اړه د یو رپوټ په خپرولو سره د اندېښنې څرګندونه وکړه.
په دغه رپوټ کښې چې له دوه زره دویم کال څخه د سعودی عربستان د څېړنې په اړه وړومبنے رپوټ ګڼل کیږی په بندونو کښې له وبلاګ لیکونکو، سیاسی فعالانو او د بشری حقوقو له وکیلانو سره دآل سعود رژیم پ چلند سخته نیوکه وکړه.
د ملګرو ملتو د شکنجې په خلاف د کمېټۍ یو غړی فلېس ګائر وویل، د ملګرو ملتو کارپېژاندو په سعودی کښې د سیاسی فعالانو د شکنجې د رپوټ ګڼ شمېر موارد ترلاسه کړی او ثبت کړی دی. سعودی څو میاشتې مخکې عربستانی مبارز عالم شېخ باقر النمر چې په دوه زره دولسم کال کښې په ولسی احتجاجونو کښې نیول شوے ړ د نړیوالو مخالفتونو باوجود اعدام کړ.
Add new comment