له استکبار سره د مقابلې لپاره باید انقلابی ځوانان وروزو
د ایران د اسلامی انقلاب معظم رهبر د استکبار د جبهې له نرم جنګ سره مقابله د انقلابی او هوډمنو ځوانانو تربیت ته اړمنه وبلله.
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای نن د ټول ایران د زده کونکو د اسلامی ټولنو د اتحادیې د زرهاو غړو په کتنه کښې ټینګار وکړ: د اسلامی نظام مقابل محاذ د ایرانی ځوان د دینی او انقلابی هویت د بدلولو او له هغو څخه د امید، تاندوالی او انګیزې د اخیستو په لټه کښې دی او له دې چارې سره د مقابلې یوازنۍ لاره دنرم جنګ د افسرانو په توګه د متدینو، انقلابی، هوښیارو، باتورو او سرښندونکو ځوانانو روزنه ده.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر د امریکې او صهیونیزم په مشرۍ د استکبار له جبهې سره د ایران د اسلامی جمهوری نآم د نښتې د ځینو ډګرونو په یادولو سره زیاته کړه: د سیاسی، اقتصادی او کلتوری خپلواکۍ په شمول د هیواد خپلواکی له دغو څخه یو ډګر دی ځکه چې قدرتونه به له هر هغه هیواد سره چې د سلطې او د پردیو د نفوذ په وړاندې دریدل وغواړی او د خپلې خپلواکۍ دفاع وکړی، مقابله کوی.
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای د پرمختګ موضوع د استکبار له جبهې سره د د اسلامی نظام د نښتې یو بل مورد وباله او ویې ویل: نړیوال قدرتونه د هر هغه هیواد په وړاندې ودریږی چې غواړی پر هغوی له ملا تړلو پرته پرمختګ وکړی ځکه چې داشان پرمختګ د نورو هیوادونو او ولسونو لپاره مثال ګرځی.
هغوی د نړۍ او آسیا په لویدیځه سیمه کښې د ایران قدرتمن شتون، د فلسطین موضوع، د مقاومت موضوع او د ایرانی او اسلامی ژوند د طریقې موضوع له اسلامی نظام سره د استکبار د جبهې د اختلافاتو یو بل ډګر وباله او څرګنده یې کړه: که په یو هیواد کښې د لویدیځ په طریقه د ژوند طریقه دود شی نو د هغې ټولنې پوهان به د استکبار د سیاستونو په وړاندې په تسلیمیدونکو کسانو بدل شی.
حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای زیاته کړه: ځینی وختونه مونږ په سخت جنګ او بمبارۍ ګواښی چې دا هسې چټی خبرې دی ځکه چې د دې کار زمینه او جرات نه لری او که بالفرض داسې و هم کړی نو سخت ځواب به ووینی.
Add new comment