په ننګرهار کښې ګڼ داعشی ترهګر هلاک شول
په ننګرهار کی هوایی بریدونو کښې داعش ترهګرې ډلې ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والی ویاند عطا ا... خوګیانی نن وویل: نن سهار افغان هوایی ځواک د دی ولایت د اچین ولسوالۍ اړوند دمامند په تنګی سیمه کی د داعش وسله والی ډلی پر پټن ځایونو هوایی بریدونه تر سره کړل چی په پایله کښې یې د نوموړی پر وینا شل تنه داعش وسله وال ووژل شول او ګڼ شمیر نور ټپیان شول.
د والی ویاند وویل په دغو بریدونو کی ملکی وګړیو ته مرګ ژوبله نده رسیدلی. د والی ویاند وویل چې په دی وروستیو کی دافغان او بهرنیو ځواکونو هوایی بریدونه تر ډیره د دولت د وسله والو مخالفینو له هغو نه د داعش ډلی د راټولیدو او پټیدو پر ځایونو تر سره کیږی چی له امله یی مخالفینو ته درانه تلفات وراوښتی دی داعش وسله والی ډلی تر اوسه په دی اړه څه ندی ویلی.
Add new comment