سوریې په جولان کې د اسراییلو لمسوونکي اقدامات وغندل

 

د سوریې خارجه  وزارت د ملګرو ملتو امنیت شورا او عمومي اسمبلۍ ته  په یو لیک کې  په نیواکي جولان کې د اسراییلو د لمسوونکي اقداماتو سره د مقابلې لپاره د  دغه سازمان د سملاسي  ګام پورته کولو غوښتنه وکړه.
د سوریې د رسمي خبري اژانس سانا د راپور له مخې د سوریې خارجه وزارت پرون په دغه لیک کې په نیواکي  جولان کې  د غونډې د جوړولو لپاره  د صهیونسټ رژیم د کابینې اقدام  په کلکه وغانده او تاکید یې وکړ چې  دغه اقدام غلط دی.
د سوریې خارجه وزارت همداراز د ملګرو ملتو له سرمنشي وغوښتل چې په سملاسي دخالت سره  دغه غیر مسوولانه اقدام وغندي او  د سوریې په نیواکي خاوره کې یې دهغې د نه تکراریدو غوښتنه وکړه .
 د سوریې خارجه وزارت په ۱۹۸۱ کال کې د ملګرو ملتو د امنیت شورا ۴۹۷ پریکړه لیک ته په اشارې سره  چې د سوریې د جولان په نیولو کې د صهیونسټ رژیم د پارلیمان مصوبه ردوي  وویل  د اسراییلو دغه شان سیاستونه ښیي چې  دغه رژیم نړیوالې ټولنې ته هیڅ درناوی نه لري.
د جنیوا د سولې په مذاکراتو کې د سوریې د راتلونکي په هکله دموافقې د لاسته راتللو په نتیجه کې  د جولان له نیواکي سیمې د تل ابیب د شاته کیدو لپاره د نړیوالې ټولنې  له فشاره د اسراییلو د لومړي وزیر نتانیاهو له ویرې وورسته هغه ادعا وکړه چې د سوریې دجولان ځینې لوړې به د اسراییلو په ولکه کې باقي پاتې شي.

Add new comment