په قاهره کې ددولتی ضد مظاهرو په درشل کې امنیتي تابیاوې سختې شوې
سعودي عربستان ته په سره سمندرګي کې د مصر د دوو ټاپوګانو د ورکولو په اعتراض کې په قاهره کې د دولت په خلاف د مظاهرو په درشل کې د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت امنیتي تابیاوې زیاتې کړې.
له قاهرې اسوشیټډ پریس خبري اژانس د د مصر دکورنیو چارو د وزارت د یو مقام له خولې وویل چې پولیسو پلازمینې ته تلونکې ټولې لارې په خپل کنټرول کې راوستې دي.
دغه مقام وویل د احتمالي ورانکارواقدماتو دمخ نیوي لپاره قاهرې ته په تلونکو ټولو لارو کې پوسټې جوړې شوې دي.
دا په داسې حال کې دي چې څو ورځې مخکې د مصر د کورنیو چارو وزارت په یوې بیانیې کې خپلو ښاریزو ته عربستان ته د دوو جزیرو په ورکولو دخلکو داعتراضونو د دوام په هکله خبرداری ورکړ او وې ویل دغه مظاهرې دقانون خلاف دي او کوونکو ته به یې سزا ورکړل شي.
د مصر دولت په سره سمندر کې د صنافیر او تیران په نامه دوه جزیرې عربستان ته ورکړې او ادعا یې وکړه چې د سمندري پولو راښکلو وښودله چې دغه دوه ټاپوګان د عربستان په حدودو کې دي. دمصر ګوندونو او سیاسی بهیرونو د عربستان د پاچا ملک سلمان په وړاندې د مصر د ولسمشر السیسی په کمزوري چلند اعتراض کړی دی.
Add new comment