جګ پوړو صهیونیسټو خاخامانو په مسجدالاقصی باندې د سترې حملې غوښتنه کړې
لوړرتبه صهیونیسټی خاخامانو او ادارو د دغه رژیم ښارګی میشت خلک په مسجدالاقصی باندې پراخ برید ته ولمسول.
د قدس خبری آژانس د خبر له مخې د ناحقه معبد د جوړیدو ملاتړو صهیونیسټی سازمانونو په یوه بلنه کښې صهیونیسټان د فصح اختر د رارسیدو په پلمه پر مسجدالاقصی باندې پراخې حملې ته ولمسول.
دغه سازمان له نن څخه د نیواکی قدس په لویدیځ کښې په دیریاسین سیمه کښې په (تلمود او تورات) نومی تنظیم کښې د فصح اختر ځانګړې روزنې او مراسم ترسره کوی.
ټاکل شوې چې د صهیونیسټی رژیم دغه خاخامان په یادو مراسمو کښې ښارګی میشتی اسرائیلیان د فصح اختر په ورځو کښې پر مسجدالاقصی باندې پراخ یرغل او د کذایی معبد له زرترزره جوړیدو څخه د ملاتړ اعلان ته وروبولی.
Add new comment