افغانستان د بشری حقوقو په هکله د واشنګټن رپورټ ته سخت غبرګون وښود
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خپل هیواد کښې د بشری حقوقو د حالت په هکله د واشنګټن د رپورټ په غبرګون کښې وویل: د افغانستان حکومت د بشری حقوقو په هکله پر ملی او نړیوالو ژمنو پابند دی.
دیورپوټ په اساس ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړه چې افغان حکومت په هیواد کښې د بشری حقوقو د خلاف ورزۍ او تشدد د کمولو لپاره یولړ منظم او دوامداره پروګرامونه لری او دې چارې د هیواد د قضایی ارګانونو په پراخو اصلاحاتو کښې انعکاس لرلی دی.
همدازار ولسمشرۍ ماڼۍ وویل چې د دې هیواد حکومت هیڅ داسې پټ زندان نه لری چې پکښې ساسی مخالفان په پټه توګه ساتل کیږی او د شکنجې او د زور په کارولو سره د اعتراف اخیستو د منعې قانون هم د حکومت لخوا یو نافذ کړی قانون دی.
یاده دې وی چې د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کښې د بشری حقوقو حالت ډیر بد او اندیښمنونکی بللی او په دې چاره ښې یې د افغانستان ځینی حکومتی چارواکی هم ګرم ګڼلی دی.
Add new comment