هغه هیوادونه چې په سوریې کښې دترهګرو ملاتړ کوی دصلحې له ټینګیدا سره هیڅ دلچسپی نلری
د سیاسی مسایلو کارپیژاند رایان ډاوسن له پریس ټی وی چینل سره په مرکه کښې وویل ترکیې خپل سرحدونه د سوریې دکډولو لپاره چې دترهګرو ډلو له حملو او تاوتریخوالو تښتیدلی دی تړلی دی خو دغه سرحدونه بیا له سوریې دداعش ډلې تیلو دقاچاق لپاره خلاص دی .
هغه وویل ترکیه دسوریې په داخل کښې له ترهګرو ډلو سره وسله والې مرستې کوی .
دغه کارپیژاندی وویل حتی هغه کیمیاوی وسلې چې ترهګرې ډلې یې د سوریې دخلکو او پوځیانو پرضد کاروی له ترکیې ورغلی دی .
Add new comment