ملګري ملتونه د سورې د جګړې لپاره د سیاسي حل په لټه کې دي

د سوریې مهم مخالف ګوند د سولې په خبرو کې د بشارالاسد له موجودیت پرته د نوي حکومت جوړول خپل لومړیتوب بللی دی. په جینوا کې د دغه ګوند پلاوي ویلي، د سوریې د جګړې د پای ته رسولو له پاره یواځنۍ لاره د نوي حکومت جوړېدل دي. په ورته وخت کې جرمني او بریتانیا د سوریې پر پارلماني ټاکنو نېوکې کړې دي. د سوریې د حکومت مهم مخالف ګوند ویلي، د جینوا په خبرو کې یې تر ټولو مهم لومړیتوب په سوریه کې د بشارالاسد له موجودیت پرته د نوي حکومت جوړېدل دي. د مخالف ګوند د پلاوي مشر اسد ذوبي د سوریې له پاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سټیفن ډیمیسټورا سره تر لیدنې وروسته وویل، دوی د سوریې د جګړې د پای ته رسولو په موخه د سیاسي حل د موندلو په لټه کې دي. نوموړي زیاته کړه، چې په سوریه کې د سولې له پاره یواځنۍ لاره د سیاسي لېږد په پایله کې د نوي حکومت جوړېدل دي. د سوریې د حکومت مخالف ګوند همداراز په دې هېواد کې له اوربند څخه د سرغړونې پړه پر حکومتي ځواکونو اچولې ده. په ورته وخت کې جرمني او بریتانیا په سوریه کې د تېرې ورځې پر پارلماني ټاکنو نیوکې کړې خو روسیې یې ملاتړ کړی دی. د راپورونو له مخې د سوریې پارلماني ټاکنې په هغو سیمو کې وشوې، چې د حکومتي ځواکونو تر کنترول لاندې دي. د سوریې د پارلمان د ۲۵۰ څوکیو له پاره شاوخوا ۳۵۰۰ کسانو ځانونه نوماندي کړي وو.

Add new comment