ستر صهیونیسټ خاخام ویلی چې فلسطینیان له خپلې خاورې وباسئ ستر صهیونیسټ خاخام ویلی چې فلسطینیان له خپلې خاورې وباسئ

د صهیونیسټی رژیم خلاف د قدس د انتفاضې اوج ته په رسیدو سره لوړپوړی صهیونیسټ خاخام له فلسطینی ځمکو څخه د فلسطینیانو د ویستلو غوښتنه وکړه. العالم خبری چینل خبر ورکړی چې صهیونیسټی کارپوه افیشای بن حاییم د صهیونیسټی رژیم د ټیلیویژن لسم چینل ته په مرکه کښې وویل: د اسرائیلو مشهور خاخام اوفادیا یوسف د فلسطینیانو خلاف پخپلو تیزو او یرغلیزو څرګندونو کښې ویلی دی چې په نیواکی فلسطین کښې له یهودیانو پرته د بل چا (فلسطینیانو) اوسیدل حرام دی.
د صهیونیسټی رژیم دغه ستر خاخام همداشان زیاته کړې چې د اسرائیلو پوځی ځواکونه دې د قدس انتفاضه وځپی.
په مسجدالاقصی باندې د صهیونیسټو ښارګی میشتو بیابیا تیری او له یهودیانو سره د مسلمانانو د دغه مقدس جومات د زمانی او مکانی ویش لپاره د صهیونیسټی رژیم هلې ځلې بلآخره د دغه سپیڅلی ځاې په ملاتړ کښې د قدس د انتفاضې د اور د غرغنډه کیدو سبب شوې دی.
د قدس په انتفاضه کښې تراوسه کابو ۲۱۰ فلسطینیان شهیدان شوی او په زرهاو نور زخمی شوی دی.

Add new comment