ګډ حکومت ولي د پکتیکا د ولسي وګړو پر وژنې خاموش دی!؟
د تیرې پنجشنبې په ورځ یوې امریکايي بي پلوټه الوتکې په پکتیکا ولایت کې یوشمیر ولسي وګړې په نښه او د ۱۸ کسانو پر وژل کیدو سربیره یې۲۰ تنه نور مرګوني ژوبل کړل.
د امریکایانو په لاس د دغه زیات شمیر ولسي کسانو د مرګ ژوبلې خبر په هماغه لومړۍ ورځ په کورنیو او بهرنیو رسنیو کې پراخ انعکاس وموند تر دې چې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د دغې بوږنوونکې پیښې په اړه د یوې اعلامیې په خپرولو سره د هغې د غندنې ترڅنګ د هغې په اړه د پلټنو غوښتنه وکړه .
خو د ګډ حکومت مشر او د هغه اجرائیه رئیس د هیواد د لومړي نمبر مشرانو په حیث په دغې سترې ملي فاجعې باندې نه ځان خبر کړ او نه يي په اړه کوم غبرګون وښود.
د تعجب وړ خبره داده چې د ګډ حکومت مشرد پکتیکا د وژل شویو قومي مشرانو تر وژنې وروسته د هند په کرالا ایالت کې د اورلګېدنې په پېښه كې د وژل شویو هندوانو له کورنیو سره د یوې رسمې اعلامیې له لارې خوا خوږي وښودله او د هند حکومت او ولس ته یې د هغې په ترڅ کې خپل د خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګند کړل.
خو په خپل هیواد کې د هغو خواوشا ۴۰ تنو بیوزله افغانانو چې په خورا مظلومیت سره د امریکایانو په لاس ووژل شول دومره بي اعتنايي غوره کړې چې اقلا ځان هم نه ورباندې خبروي.
امریکایاانو هم د پیښې په پیل کې په هغې کې د وژل شویو ولسي وګړو له وژل کیدو ناخبري ښودله، خو وروسته چې عیني شاهدانو، د پکتیکا ولایت دولتي چارواکو او په ولسي او مشرانو جرګې کې د یاد ولایت استازیو د رسنیو په مخ کې پر دې خبرې صراحت وکړ چې د امریکایانو په برید کې ټول وژل شوي کسان ولسي خلګ دی امریکایان دیته مجبور کړل چې د پیښې د قربانیانو د وژل کیدو پړه پرځان ومني او د امریکا په مشرۍ د ايتلاف ویندوی برید جنرال چارلس کلیفلاند په دې اړه د پلټنو رسمي اعلان وکړي.
خو د ګډ حکومت مشر ښاغلی غني چې د خپل ولس او هیواد په اړه یې د ترحم او عاطفې کچه تر قاتلو امریکایانو هم ټیټه ده بیاهم د دغه ستر ملي ناورین په اړه چوپتیا غوره کړې او د پیښې د غندنې په اړه حتی د یوې نمایشي اعلامیې د صادرولو جرئت نشي کولای.
همدا وجه ده چې جان کیري د یاد حکومت کاري موده تر دریو کلونو پوري نوره هم وغزوله ، ځکه همدا حکومت دی چې په افغانستان کې د امریکایانو ټول جنایات د هغوی د مرستي او همکاري په نوم افغانانو ته توجیه کوي او هغه د افغانستان د بقاء لامل ګڼي.
Add new comment