ولسي جرګه ګډ حکومت د امریکا نوکر بولي

ولسي جرګې پخپله نننۍ ناسته کې بیا هم د جان کېرې پر ډاګيزه مداخله خواشيني ښکاره کړه او حکومت د امریکا اجیر او نوکر وباله.
ولسي جرګه چې د ولس له استازیو جوړه ده، د لومړي ځل لپاره څرګند اعتراف کوي چې دوی په یوه مزدوره اداره کې راټول دي.
د ولسي جرګې غړې شکېبا هاشمي د اجراییه رییس عبدالله عبدالله هغه څرګندونې چې دوی يې له سیاسي هوکړې نا خبره بللي و، هم د افسوس وړ وبللې.
هاشمي په ډاګه وويل چې له دې وروسته دې د دې په قول «شهید» نجیب ته هم د روس نوکر نه ویل کېږي، ځکه چې اوسنی ټول حکومت د امریکا اجیر او نوکر دی.
د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر هم د جان کېرې مداخله وغندله او له دولته يې غوښتنه وکړه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د څرګندونو پوښتنه دې وشي.
جان کېرې تېره شنبه کابل ته په ناڅاپي سفر راغی او د ګډ حکومت له دواړو مشرانو سره يې په جلا جلا ناستو کې په یوه بېړني تصمیم کې د حکومت عمر درې کاله نور اوږد وباله.
د نوموړي څرګندونو او خپل سرانه پرېکړې د ولسي جرګې غړي، د مشرانو جرګې غړي او ګڼ سیاسيون دې اعتراف ته اړ کړل چې هېواد اشغال دی.
تېره ورځ د ولسي جرګې بل غړي عبداللطیف پدرام بیا د حکومت پر ضد قیام پر خلکو واجب وباله، هغه په تونده لهجه ومنله چې هېواد اشغال دی، خو په وينا يې د اشغال په پایله کې د رامنځته شوي حکومت پر ضد پاڅون واجب دی.

Add new comment