د شرابو دڅښلو سزا به دا وید شرابو دڅښلو سزا به دا وی
دتایی لینډ حکومت د ګاډی او موټر دچلولو په وخت دنشې په حالت کښې نیول کیدونکو موټروانانو او ډرائیورانو ته داسې سزا په نظر کښې نیولی ده چې هغوې به څه وخت په مرده خانو او دغه راز په مړیو دغور کولو کوټې کښې کار کوی .
دتایی لینډ حکومتی چارواکو وویل ددغه سزا د ورکولو په وجه به په خلکو کښې دګاډی دچلولو په وخت د شرابو دڅښلو او دنورو نشو دنه کولو عقل او شعور پیدا شی .
دتایی لینډ چارواکی زیاتوی ددغه سزا په وجه به دګاډو دټکریدا پیښې کمې شی او د موټر د چلولو په وخت د شراب دڅښلو له ستونزې هم یو څان نجات پیدا کړې شی .
په تایی لینډ کښې دغه قانون له پرون څخه چې په دغه هیواد کښې نوی کال دی اجرای شوی .
په تایی لینډ کښې دنوی کال په مناسبت ځوانان دنشې او شرابو دڅښلوپه وخت ګاډی چلوی .
د روغتیا نړیواله اداره ډبلیوایچ او وایی په تایی لینډ کښې په ټرافیکی پیښو کښې دخلکو د و ژل کیدا یو ستر دلیل د ګاډی دچلولو په وخت دنشه ایزو توګو استعمال دی .
تیر میلادی کال په تایی لینډ کښې په ټرافیکی پیښو کښې څلورویشت زره (۲۴۰۰۰)کسان وژل شوی وو .
Add new comment