د سوریې د سولې د خبرو اترو نوے پړاو په جنیوا کښې شروع شو
د سوئیزرلېنډ په جنیوا کښې د سوریې د سولې د خبرو اترو نوی دور په کار پېل وکړ
د روئیټر خبری اژانس د رپوټ له مخې د سوریې په چارو کښې د ملګرو ملتو د مشر خاص استازی سټیفن ډی مېستورا پرون په جنیوا کښې دسوریې د سولې د خبرو اترو نوے پړاو شروع کړ او د سوریې د خبرو اترو کوونکو او ښکېلو ډلو د عالی کمېټۍ له غړیو سره یې کتنه او خبرې اترې وکړې.
ډی مېستورا وویل، په سوریې کښې د سیاسی انتقالې دورې جوړېدل د جنیوا د خبرو اترو هدف دے.
د دغه رپوټ له مخې اټکل کیږی چې د سوریې حکومتی پلاوے به په دغو غېء مستقیم خبرو اترو کښې د ګډون لپاره سبا جنیوا ته لاړ شی. د سوریې د سولې د خبرو اترو مخکینې پړاو د دوه زره شپاړسم کال د مارچ په څلوریشتمه نېټه په دغه هېواد کښې د سیاسی انتقال او د بشار اسد د څنګته کېدو د لازموالی په اړه موافقې ته له رسېدو نه بغېر ختم شو.
په جنیوا کښې د سوریې د سولې د خبرو اتر له شروع کېدو سره په یو وخت دغه هېواد پرون د پارلېمانی انتخاباتو کتونکے ؤ چې د دغه هېواد خلقو پکې په ګڼ شمېر سره ګډون وکړ.
Add new comment