دسوریې علویان د بی بی سی ټیلی ویژن ادعا په کلکه رد کړه

د سوریې دعلویانو یوه مشر له ولسمشر بشار اسده د دغه فرقې د برائت داعلانولو په هکله د بی بی سی ټیلی ویژن ادعا په کلکه رد کړه او هغه یې دسوریې پرضد د صهیونیسټانو ددسیسې یوه(۱) برخه وبلله .
ایسنا خبری اژانس وایی د سوریې دعلویانو یوه مشر او دقران د حفظ د څیړنیز مرکز مدیر شیخ احمد بلال وویل د بی بی سی تیلی ویژن دادعا وړ د پټو سندونو شتون دروغ دی او خدای پاک ج په قران کریم کښې فرمایی په هغو خبرونو چې فاسق کسان یې خپروی اعتماد مه کوئ .
شیخ احمد بلال وویل په سوریې کښې دعلویانو هیڅ عالم او شیخ په خپلې وینا کښې له ولسمشر بشار اسد څخه برائت نه دی اعلان کړی او علویان باوری دی ولسمشر بشار اسد د مقاومت دجبهې اصلی ملاتړی او سرچینه دی چې صهیونیسټ دښمن یې ستړی کړی دی .
دسوریې دعلویانو دغه مشر ډاګینه کړه علویان له هغو کسانو چې داډول دسیسه یې کړی ده غواړی دسوریې له خلکو بخښنه وغواړی ځکه چې دغه اقدام د سوریې د ویشلو لپاره دهیواد ضد دسیسې په چوکاټ کښې راځی .
بی بی سی ټیلی ویژن چې تل داسلامی هیوادونو او مسلمانانو ترمینځ داختلافاتو داچولو کوشش کوی څو ورځې مخکې ادعا وکړه داسې سندونه یې ترلاسه کړی دی چې دسوریې یو شمیر علوی مشرانو په یوه(۱) غیر عادی اقدام کښې له ولسمشر بشار اسد او دهغه له حکومت برائت ترلاسه کړی دی او غوښتنه یې کړی ده چې دسورې دحکومت کړچار او اعمال دعلویانو په فهرست کښې ونه لیکل شی

Add new comment