د اسرائیلو یهودي صدراعظم او نبوي سنت

په ۱۹۷۳ کال کي د عربو او اسرائیلو تر منځ د جګړي سیوری خپور وو ، یوه ورځ د امریکا د وسلي جوړولو د یوي کمپنۍ مشر اسرائیلو ته راغلی وو ، د لومړی وزیري د دفتر رسمي وخت پای ته رسیدلی وو ، د اسرائیلو لومړی وزیري ګولډ امئیر د وسلو جوړلو د کمپنی مشر خپل کورته د ملاقات لپاره ور وغوښت ، لومړی وزیري میلمه خپلي اشپز خاني ته بوتللو په چوکي يي کیناوه او په خپله د چای په تیارولو لګیا شوه، لیږ شیبه وروسته يي چای تیار شو ، یوه پیاله يي میلمه ته ورکړه ، یوه پیاله يي ځان ته کيښودله او یوه پیاله يي په دروزاه کي ولاړ امریکايي ساتونکي ته ورکړله ، د چای څښلو په وخت کي د وسلي د اخستلو په شرایطو خبري وشوي ، لومړی وزیري تر خدای په اماني مخکي پیالي پریمنځلي، المارئ کي د ایښودلو په وخت  يي میلمه ته وویل چي مونږ ته دا سودا منظوره ده .
لومړی وزیري ګولډ امیئر راتلونکي ورځ د اسرائیلو د کابیني په غونډه  کي د سودا جزیات وړاندي کړل ، له دي ستري سودا سره ټولي کابینه مخالفت وکړ او د وسلو اخستلو دا پریکړه يي رد کړه ،  کابیني لومړي وزیري ته وویل چي د اسرائیلو اقتصاد دا مهال د بحران ښکار دی ، که چیري دا خریداري وکړو اسرائیلي ولس مجبور دی چي تر کلونو پوري د ورځي یوازي په یوه وخت ډوډی اکتفاء وکړي . ګولډ امیئر د کابینی د پریکړي په تاید سره وویل چي که مونږ دا جنګ وګټو تاریخ به مونږ فاتح ولس یادوي ، کله چي تاریخ کوم ولس د فاتح ولس په نوم لیکي هغه بیا دا هیروي چي چي دي ولس څومري لوږي تیري کړي ، د ورځي يي څو واره خوراک کړی ، ددوی په بوټونو کي څو غارونه  وو یا يي هم د تورو پوښونه څومره شکیدلی وو ، فاتح یوازي فاتح وي .
کابیني چي کله د ګولډ اميئر دلایل واوریدل ، د نوموړي په وړاندي يي وسله کیښودله او له امریکا سره د وسلي د اخستلو پریکړه وشوه ، وروسته بیا په دي وسله اسرائیلو عربانو ته ماتي ورکړه .
له جنګ څخه ډیره موده وروسته د واشګنټن پوسټ نماینده له ګولډ میر سره مرکه وکړه ، په مرکه کي يي لومړی سوال دا ځني وکړه چی له امریکا څخه د وسلو د اخستلو  لپاره ستا په په ذهین کي چي کوم فکر وو دا سمدستي ذهین ته درغلو او که دي له مخه په دي خبره فکر کړی وو ؟
ګولډ میر ورته ځواب ورکړ ، ما دا ځواب د خپلو دښمنانو یعني د مسلمانونو د پیغمبر له تاریخ څخه زده کړ ، ما چي کله د محمد صلی الله علیه وسلم د ژوند تاریخ وکتلو ، کله چي نوموړی وفات کیدلو د څراغ د تیلو لپاره ورسره پیسي نه وي ، مګر د حجري په دیوالوانو يي ۹ توري را ځوړندي وي ، ما چي دا وقعه مطالعه کړله دا سوچ مي وکړ چي په دنیا کي به څومره خلګ د مسلمانانو د هغه وخت له کمزوري اقتصاد څخه خبر وي ، مګر په دي ټوله نړۍ پوهیږي چي مسلمانان د نیمي نړۍ فاتحین دي، نو ځکه ما فیصله وکړله چي که زه او زما قوم تر کلونو پوري وږی پاتي کیږي یا هم د مسلمانانو په څیر د پخو کورونو په ځای په خیمو کي واوسیږي هم د وسلي د اخستلو سودا به کیږي تر څو  د هغو مسلمانو په څير  د فاتح ولس نوم وګټو چا چي نیمه نړۍ فتحه کړله . مګر نن دوی خپله تاریخ هیر کړئ په دي ډول مونږ د فتحي یوه چانس لرو .

Add new comment