د حکمتیار سیاسي تناقضات
وروسته تردې چې ښاغلي حکمتیار د كابل په غوښتنه د مصنوعي سولې پر بهیر ورګډ شو په لومړي تنازل کې د ورلیږلي استازي په خوله پر خپل لومړني شرط پښه کیښودله.
د حکمتیار استازي ښاغلي امین کریم په خپلو وروستیو څرګندونو کې د شرط او هدف ترمنځ د توپیر په تشریح کې وویل چې مونږ تر مخکینیو ټاکليو شرائطو ځکه تیریږو چې خپل اصلي هدف !!! ته مو واټن ورلنډ کړو.
دا نه ده معلومه چې ښاغلی حکمتیار به د خپل متنازل استازي د شرط او هدف تعبیر څه ډول توجیه کړي، خو هغه څه چې د نوموړي د استازي په څرګندونو کې راغلي له هغه څه سره چې خپله حکمتیاریې ادعاء لري ښکاره تناقض لري.
ښاغلی حکمتیار په هغې لیکنې کې چې له خپل موقف نه يې د دفاع په منظورد داعي په مستعارنوم په شهادت ورځپاڼه کې خپره کړې داسې ویلي:
((صلح هلته راتلى شي چي دا شرائط ومنل شي:
د ټولو بهرنيو ځواكونو وتل .د وتلو لپاره معقول مهال وېش وړاندي كول او يوه داسي موقت حكومت ته د اقتدار انتقال چي ټولو لوريو ته د منلو وړ وي))
همدا راز د حکمتیار مربوط د شهادت ورځپاڼې په ویب سایټ کې له کابل سره د سولې په اجنډا کې داسې راغلي:
1- بهرني فوځیانو وتل بلا قید و شرط
خو ښاغلی کریم بیا له اسوشېټېډ پرېس خبري آژانس سره د حکمتیارد وینا برخلاف داسې وايي:
((اسلامي ګوند د جګړې د ختمېدو لپاره کابل ته د بهرنیو ځواکونو د وتلو شرط نور نه وړاندې کوي.))
د ښاغلي حکمتیار او د هغه د استازي ترمنځ د شرط او هدف تنازع به دوی دواړو ته پریږدو را به شو دې خبرې ته چې ایا تردې تنازل وروسته به هغوی خپل اصلي هدف!!! ته څومره د نیږدي کیدو شونتیا ولري؟
د حکمتیار اوسني سولیدلي وضعیت ته په کتو سره داسې نه ښکاري چې هغه دې د خپلو شرائطو په پریښودلو سره خپل هدف !!! ته ورلنډ شي؛ ځکه نوموړی نن په داسې وضعیت کې قرار لري چې اکثریت سیاسي شنونکي ورته د مهره سوخته او له پامه لویدلي شخصیت اصطلاحات کاروي.
که څه هم چې ښاغلي حکمتیار پردغو کسانو چې د ده اوسنی وضعیت یې د عیني واقعیتونو په تناظر کې تشریح او تعبیرکړی سخت لفظي ګوزارونه کړي او هغوی یې بدخولې مبلغین بللې، خو د هغه ترڅنګ بیا حکمتیار صیب خپله هم په یادې لیکنې کې د یو شمیر تناقضاتو ښکار شوی .
نوموړی له یوې خوا د ښاغلي اشرف غني په مشرۍ د کابل ګډ حکومت سهامي شرکت او بیواکه رژیم بولی او له بلې خوا ورته د سولې استازي ورلیږي.
همدا راز ښاغلي حکمتیار څو ورځې وړاندې د داعي تر پټ نامه لاندې ښاغلی سیاف پردې خبره پړ ګڼلی چې ګني له ګډ حکومته یې د مخالفینو (مجاهدینو ) په خلاف د جګړې اجازه غوښتې.
حکمتیارصیب په یادې لیکنې کې استاد سیاف داسې مخاطب کړی :
((. . . پوښتنه كوم : له چا دي اجازه غوښتله؟!! له عبد الله كه له اشرف غني، كه د امريكا له سفير او كه د ناټو د ځواكونو له نوي قومندان؟! عبد الله خو په غونډي كي درسره ناست و او ستا وينا ته ئې لاسونه پړكول، د جنگ پرېكړه خو نه د ده په واك كي ده او نه د اشرف غني، د جنگ پرېكړه، د وسلو وېش او د جنگياليو پالل، روزل او جنگ ته لېږل خو په بشپړه توگه د ناټو په لاس كي ده.))
اوس كه عین پوښتنه خپله له ښاغلی حکمتیار څخه وپوښتل شي او ورته وویل شي چې ته دسولې خبرې له چاسره کوئ ؟ !!
له عبد الله او كه له اشرف غني سره؟!! د جنگ پرېكړه خو نه د ده په واك كي ده او نه د اشرف غني، د جنگ پرېكړه، د وسلو وېش او د جنگياليو پالل، روزل او جنگ ته لېږل خو په بشپړه توگه د ناټو په لاس كي ده .
نه پوهیږم د ده ځواب به څه وي ؟!
له شکه پرته چې سوله او امنیت د افغانانو تر ټولو اساسي ضرورت او مهمه اړتیاده ، خو له بده مرغه چې ښاغلی حکمتیار د خپل متناقض مزاج له مخې تل د سولې په وخت کې د جګړې او د جګړې په وخت کې د سولې لاره نیولې ، چې دا تناقض یواځي د نوموړي د فوضوي خصلت محصول او د ولس هیڅ دردنه شي دواکولای .
کاشکي حکمتیار صیب د اوسنیو امریکایانو او د هغوی دلاسپوڅو په وړاندې دا ښکاره تنازل په افغانستان کې د کمونیستي رژیم ترړنګیدو وروسته د استاد رباني د واکمنۍ په مهال قبول کړي وای.
هغه مهال به نه له کمونستانو څخه راپاتې شوی روغ کابل په ویرانه بدلیده ، نه به د ۶۰۰۰۰ مظلومو کابلیانو وینې بهیدلې ، نه به مقدس اسلامي جهاد په فساد بدلیده او نه به هیواد د امریکایانو تر اشغال لاندې راته .
Add new comment