په امریکا او ځینو نورو لویدیځو هیوادونو اعتماد نه شی کیدی
د ایران داسلامی انقلاب معظم رهبر د ایران د اسلامی جمهوریت د یوه ډله مسئولانو په کتنه کښې یوځل بیا د ایران د خلکو د ملی ګټو، د چارو په سمولو او ستونزو په هوارولو کښې له هرډول ګټه ور او ضروری اقدامه خپل ملاتړ اعلان کړ.
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای نن ماسپښین دحکومت د کابینې، د اسلامی شورا د مشرتابه پلاوی د یوشمیر غړو، د قضایی ادارې د لوړرتبه مسئولانو او د ځینو نورو ارګانونو د مسئولانو په کتنه کښې د مسئولانو او چارواکو په تیره بیا د مقاومتی اقتصاد د سیاستونو د اجرا د تعقیبونې په لړ کښې د حکومت د هلوځلو په قدرونې سره د دې سیاستونو د اجرا لپاره (یوزړه توب او یو ژبه توب) او (د هیواد د مسئولانو اتحاد او یووالی) ډیر مهم وباله.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر ټینګار وکړ چې د مقاومتی اقتصادی مرکزی قرارګاه باید د ملګرتیا او د ټولو ادارو د مرستې او د کړچار د دقیقې څارنې او د مختلفو برخو د خوځښت او له کورنی تولیده د جدی ملاتړ د جلبولو په ترڅ کښې د حکومت او د ولسمشر د وړومبی مرستیال په قومندانۍ او مشرۍ سره په مقاومتی اقتصاد کښې د اقدام او عمل د پلی کیدو په موخه د هراړخیز او پراخ اقدام زمینه جوړونکې شی.
هغوی په دې ټکی باندې په ټینګار سره چې په مقاومتی اقتصاد کښې اقدام او عمل باید داسې وی چې د کال په پاې کښې په مختلفوبرخو کښې د کړچارونو د دقیق او واضح رپورټ د وړاندې کولو امکان وی، زیاته کړه: د اجرایی ادارو ټولګه د مقاومتی اقتصاد د سیاستونو د عملی کیدو توانمنی لری.
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای ټینګار وکړ چې د مقاومتی اقتصاد د سیاستونو په اجرا کښې باید په پریمانه کورنیو توانمنیو او وړتیاو ملا وتړله شی او د صنعت او کرهڼې په دواړو برخو کښې تولید ته ځانګړې پاملرنه وشی.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر د خپلو ویناو په یوه بله برخه کښې امریکا د بداخلاقۍ سمبول وبلله او څرګنده یې کړه: په امریکایانو باور نه شی کیدلی او په امریکایانو سربیره ځینو نور لویدیځ هیوادونه هم، دغه شان دی، نو په دې وجه پکار دی چې پخپلو توانمنیو اعتماد وکړو او د امریکې د چارواکو دریځونه او کړنلاره هم د همدې اعتقاد تائیدونکې ده.
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای همداشان د مسئولانو یوزړه توب، یو ژبه توب او اتحاد د مقاومتی اقتصاد د عملی کیدو زمینه جوړونکی وباله او ټینګار یې وکړ چې د ایران اسلامی جمهوریت تل د ملی وحدت له امتیازه برخور پاتې شوی دی.
په دغه کتنه کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر وړومبی مرستیال اسحاق جهانګیری د اسلامی انقلاب د معظم رهبر د لارښوونو او له حکومته د دوی د ملاتړونو په قدرونې سره وویل: حکومت د مقاومتی اقتصاد د سیاستونو د عملیاتی کولو لپاره یوجامع او هراړخیز پروګرام برابر کړی دی او دا سیاستونه د ایران د اقتصادی ستونزو شفا ورکونکې نسخه ګڼی.
Add new comment