د یمن عسکرو د سعودی عربستان دپوځیانو په مرکز توغندوی حمله وکړه
د یمن پوځ او ولسی کمیټیو په البیضا ولایت کښې دسعودی عربستان دګوډاګیانو په مرکزونو دتوغندیو او توپونو ډزې وکړې .
تسنیم خبری اژانس وایی د یمن پوځیانو او ولسی کمیټیو پرون په البیضا ولایت کښې دصومعه سیمه کښې په الحازمیه کښې د سعودی عربستان د تیریګرو ځواکونو په مرکز دتوغندیو او توپونو حملې کړی دی خو دمرګ ژوبلو په هکله یې هیڅ راپور نه دی خپور شوی .
د یمن دالجوف ولایت په الحزم اډې هم دسعودی عربستان د عسکرو په مرکزونو د یمن د پوځیانو په تیرې سې شنبې ورځې توغندوی حملې کښې د عربستان اویا(۷۰) پوځیان وژل شوی او څه دپاسه سل(۱۰۰) نور ژوبل شوی وو .
سعودی عربستان د امریکا ، اسرائیلو او انګلستان په حکم او اجازې او دمتحده عربی اماراتو، بحرین ، سوډان ، کویت او ځینو نورو هیوادونو په مرستې سره دیمن دمظلومو خلکو پرضد څه دپاسه یو(۱) کال کیږی بمباریو او حملو ته دوام ورکړی .
د یمن پرضد دسعودی عربستان د حملو دعملیاتو دکوټې مشرۍ امریکا او انګلستان او اسرائیل پرغاړه لری
Add new comment