د ننګرهار په کوټ کې ۱۹ داعشیان وژل شوي

چارواکي وايي د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې په روانو عملياتو کې د داعش ۱۹ وسله وال وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي. د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال رسنیو ته ویلي، دغو وسله والو ته نن مرګ ژوبله اوښتې ده. په دغو عملياتو کې ملکي کسانو او افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. مشرقیوال زیاتوي، چې دغه عملیات به تر هغو دوام وکړي، چې ټوله سیمه له وسله والو پاکه شي.

Add new comment