اسلامی حزب: جمعیت او نظار شورا د سولې د خبرو مخالفت کوي
د سولې د خبرو لپاره کابل ته د حزب اسلامي راغلی پلاوی وایي، هغه کسان چې په جګړه کې خپله ګټه ګوري، د سولې پر ځای د جګړې دوام غواړي. د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب دغه پلاوی وايي ولسمشر غني دې هغو کسانو ته قناعت ورکړي، چې په دولتي چوکاټ کې دندې لري خو د خپلو شخصي ګټو لپاره د سولې د خبرو مخالف کوي. دغه پلاوی همدا راز زیاتوي، چې د سولې په بدل کې یې له حکومت څخه هیڅ ډول امتیاز نه دی غوښتی. کابل ته د حزب اسلامي د سولې د خبرو د پلاوي راتګ د خلکو له هرکلي سره مخامخ شوی دی او ولس هیله من دی، چې که د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ دغې ډلې سره خبرې پایله ورکړي، له طالبانو سره به هم د سولې خبرو ته دریڅه پرانیستل شي.
Add new comment