داعش ډلې لویدیځ هیوادونه په نورو حملو وګواښل
داعش ترهه ګرې ډلې په یو خپور کړې ویډیو کې وویل چې په لویدیځ به خپلې حملې جاري وساتي.
تسنیم خبري اژانس د ټاګس شپیګل ورځپاڼې له قوله راپور ورکړ په دغه ویډیو کې چې پرون خپره شوې د پاریس او برسلز د حملو د ځینو صحنو په ښودلو سره د داعش یو کس وایي چې پرون په پاریس نن په برسلز او خدای ته پته ده چې سبا په کوم کې حملې وشي.
د داعش ترهه ګرې ډلې په دغه پيغام کې د حملو د احتمالی هدفونو په توګه د لندن ، برلین او روم د نومونو په اخستلو سره د لندن د پارلیمان، او په روم کې د لرغونې تماشاخانې کولوسؤم عکسونه خپاره کړل.
داعش له دې مخکې په برسلز او پاریس کې د ترهه ګرو حملو پړه په غاړه اخستې وه چې پکې په سلګونو کسان مړه او وژبل شوې وو.
له دغو حملو وروسته په اروپایی ښارونو کې امنیتي تیارسۍ زیاتې شوې دي.
Add new comment