د پاکستان په کراچۍ او لاهور کې اته ترهه ګرهلاک شول
د پاکستان دترهه ګرۍ ضد ځواک او پولیسو بیګا دپنجاب صوبې په مرکز لاهور کې په یوه کور باندې په عملیاتو کې له ترهه ګرو سره ونښتل چې په دغو ډزو کې شپږ ترهه ګرهلاک او دهغوی څلور نور ملګری په تښتې کې بریالی شول .
د پاکستان پولیسو ویلی دی ، په دغو عملیاتو کې څلورکلاشنکوف او شپږ تمانچې ، یوشمیر چاودیدونکی مواد او پنځه بمونه کشف او ضبط شوی دی .
پولیسو داهم ویلی دی چې دغه ترهه ګر د پاکستان دطالبانو ډلې داسلم څانګې غړی وو .
همداراز دپاکستان جیوټیلیویژنی چینل هم راپور ورکړی له ترهه ګرۍ سره دمبارزې ادارې مامورانو په یولړ عملیاتو کې په کراچئ کې د داعش ډلې سره اړونده دوه ترهه ګر هلاک کړی دی او دهغوی له پټنځایه ئې زیات شمیر چاودیدونکی توکی او وسلې هم کشف اوضبط کړی دی .
سره له دې چې په پاکستان کې له ترهه ګرۍ سره دمبارزې او امنیتی اورګانونو په ځلونون ددغه هیواد په بیلابیلو سیمو کې له داعش ډلې سره داړونده ترهه ګرو د نیولو یا وژلو خبرونه ورکړی ،خو دپاکستان پوځ او حکومت هماغه راز ټینګار کوی چې په پاکستان کې د داعش هیڅ دپښو پل نشته .
Add new comment