سوریه او عراق دګډ دښمن پرضد واحدې جبهې کښې ولاړ دی
زمونږ خبریال وایی دعراق دفاع وزیر خالد العبیدی او په بغداد کښې دسوریې سفیر صطام جدعان الدندح له یوبل سرپه کتنې کښې له ترهګرۍ سره دمبارزې په زمینه کښې د دواړو هیوادونو دملګرتیا د پراختیا په لارو چارو غور وکړ .
دعراق دفاع وزیر او دسوریې سفیر دترهګرو ډلو د خوځښتونو په باره کښې د اطلاعاتو دتبادلې د پیاوړتیا او سلامشورې او دترهګرو ډلو دله مینځه وړلو او دترهګرو له شر څخه ددواړو دوستو او وړونو هیوادونو دخلاصونو په اهمیت ټینګار وکړ .
دعراق دفاع وزیر العبیدی دسوریې په تدمر او نورو سیمو کښې دترهګرو پرضد دسوریې دحکومتی پوځیانو بریالیتوبونه وستایل او ټینګار یې وکړ سوریه او عراق دګډ دښمن پرضد واحدې جبهې کښې ولاړ دی .
په عراق کښې دسورېې سفیر صطام جدعان الدندح هم په الانبار او نینوا ولایتونو کښې د عراق دعسکرو بریالیتوبونه وستایل او ټینګار یې وکړ په عراق او سوریې دوو ګاونډیو هیوادونو کښې دترهګرو ډلو پرضد هرډول بریالیتوب د بشریت ددښمانانو او دتکفیری او ترهګرو ډلو پرضد بریالیتوب دی .
په عراق او سوریې کښې ترهګرې ډلې او جنګونه سعودی عربستان، قطر، ترکیې ، اردن ، انګلستان ، امریکا، متحده عربی اماراتو، اسرائیلو ، بحرین ، متحده عربی اماراتو وغیره رامینځته کړی دی .
Add new comment