دایران داسلامی جمهوریت په هکله د امریکا محاسبات کاملا غلط دی
د ایران داسلامی جمهوریت د پوځ دلوی درستیز مرستیال دفاعی ظرفیتونه او توغندوی قدرت دایران دملت سرې کرښې وبللې .
تسنیم خبری اژانس وایی د ایران د پوځ دلوی درستیز مرستیال مسعود جزایری دایران داټومی پروګرام له بندیدا سره د بایکاټونو د لغوه کیدا د بهیر داسانولو له مشروط کولو سره دامریکا دهڅې په چټی بللو سره وویل دامریکا دسپینې ماڼۍ چارواکی باید پوه شی چې په اوسنی له ګواښ څخه په ډک او فتنې پړاو کښې دایران توغندوی قدرت او دفاعی ظرفیتونه د ایران دملت سره کرښه او دایران د اسلامی جمهوریت دملی امنیت ملاتړی دی او هیڅ چا ته به په دغو موردونو د تیری کولو اجازه ورنکړل شی .
د ایران دپوځ دلوی درستیز مرستیال وویل دتړون ماتول او په خپلو ژمنو عمaل نه کول دامریکا دمنطق ذات دی او له حکومتونو سره د امریکا تړونونه تر هغه وخت سپینې ماڼۍ ته دمنلو وړ دی چې هیوادونه په دې ډول عمل وکړی چې ځانونه دامریکا سلطې ته ضرورت لرونکی وبولی .
هغه وویل دایران د اسلامی جمهوریت او د ایران دملت په وړاندې دامریکا محاسبات کاملا غلط دی او تجربې ښودلی ده چې دایران دخلکو په ځان تکیه کول ، خپلواکۍ غوښتنه ، غیرتوالی ، خبرتیا ، بصیرت او دحکومت هوښیارۍ تل په دې زمینه کښې دامریکا ارزوګانې له مینځه وړی دی .
Add new comment