دروسیې اوامریکا خارجه وزیرانو دسوریې په هکله خبرې وکړې

دروسیې خارجه وزیر او دامریکا دباندنیو چارو وزیر په ټیلی فونی خبرو کښې په سوریې کښې له ترهګرو ډلو سره دمبارزې د زیاتولو په ضرورت او اهمیت ټینګار وکړ .
ایرنا خبری اژانس وایی دغه ټیلی فونی خبرې بیګا د امریکا دخارجه وزیر جان کیری په نوښت وشوې او دروسیې او امریکا خارجه وزیرانو سرګی لاوروف او جان کیری په تفصیل سره د سوریې دحالاتو په هکله خبرې او دنظر تبادله وکړه .
هغوې د داعش ، النصره او نورو ترهګرو ډلو پرضد دملګرتیا او دګډو هڅو له لارې دسورې دکړکیچ د حل د امکان په هکله هم خبرې وکړې .
دروسیې او امریکا خارجه وزیرانو دغه راز په قره باغ سیمه کښې د اذربایجان جمهوریت او د ارمنستان دجنګ او دلسګونو کسانو دوژل کیدا او دژوبلیدا په هکله هم خبرې وکړې .
هغوې د اذربایجان جمهوریت او دارمنستان ترمینځ په قره باغ سیمه کښې په جنګ دخواشینې په ښودلو سره له دواړو هیوادونو وغوښتل سمدستی پوځی اقدامات بند کړی او اووربند ټینګ کړی.

Add new comment