عمار حکیم د عراق د ټېکنوکرېټ حکومت جوړولو لپاره د لارې نقشه وړاندې کړه

د عراق د اسلامی اعلی جرګې مشر او د دغه هېواد د پارلېمان مشر په عراق کښې د ټېکنوکرېټ حکومت د جوړولو په باره کښې سلا مشورې وکړې.
د عراق د خبری اژانس د رپوټ له مخې د عراق د اسلامی اعلی جرګې مشر سید عمار حکیم نن د دغه هېواد د پارلېمان له مشر سلیم الجبوری سره په کتنه کښې د ملی اصلاحاتو او د راتلونکی حکومت د جوړولو د لارې د نقشې په وړاندې کولو سره تاکید وکړ، د لارې نقشه دوه لارې لری چې یوه د حکومت په کارکردګۍ کښې د خاصو بدلونونو په راوستلو کښې د ولسی خوښې رامنځته کول دی او دویمه د اساسی قانون د مشروعیت ساتنه ده
حکیم تاکید وکړ چې جرګه د کار د زمینې په رامنځته کولو سره د سترو او اصلی ګامونو د اخېستو لپاره د حکومت ملاتړ کوی چې د سیاسی بندون له حالته په تېرېدو کښې له هېواد سره مرسته وکړی.
په دغه کتنه کښې دواړو خواو د هېواد له حالاتو سره د متناسبې ملی پخوله ینې او اصلاحاتو د طرحې د تکمیلولو په اهمیت تاکید وکړ.

Add new comment