داسرائیلوڅلور پوځیان د فلسطین دحماس غورځنګ په قید کښې دی
د فلسطین د حماس غورځنګ دپوځی څانګې شهید عزالدین قسام غونډ ویندوی ابوعبیده وویل په ۲۰۱۴ میلادی کال کښې په غزې تړانګې دصهیونیسټ رژیم په پنځوس(۵۰) ورځنی یرغل کښې څلور(۴) بې درکه شوی اسرایلی عسکر ددغه ډلې دجنګیالیو په قید کښې دی .
ابوعبیده ټینګار وکړ صهیونیسټ دښمن یوازې د لګښت په ورکولو سره دخپلو پوځیانو دبرخلیک په هکله اطلاعات ترلاسه کولای شی .
هغه وویل داسرائیلو ددغو څلورو (۴)پوځیانو په هکله هیڅ ډول تماس او خبرې نشته او دښمن ددغو پوځیانو د برخلیک په باره کښې داطلاعاتو دترلاسه کولو لپاره له هرډول خبرو مخکې او وروسته باید پیسې ورکړی .
دفلسطین دحماس غورځنګ دپوځی څانګې ویندوی وویل داسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو خپلو خلکو ته دروغ وایی او هغوې بې لارې کوی او دنیول شویو اسرائیلی عسکرو له کورنیو سره له دروغ ډک چلند کوی.
Add new comment