دپاکستان په کراچۍ کښې څلور ترهګر ووژل شول

د پاکستان دسیند صوبې دمرکز کراچۍ د ملیر سیمې دپولیسو یوه چارواکی راو انوار وویل د ترهګرو او پولیسو ترمینځ په ډزو کښې څلور(۴) ټروریسټان ووژل شول
هغه وویل دغو څلورو وژل شویو ترهګروچې د لشکر جهنګوی وهابی ډلې غړی دی دپولیسو ، رینجرز ځواکونو او د شیعه مسلمانانو په وژلو کښې لاس درلود .
له وژل شویو ترهګرو وسلې ، لاسی بمونه او پینځلس(۱۵) کلوګرامه چاودیدونکی مواد کشف شوی .
دپاکستان په اکثره سیمو کښې طالبان ، لشکر جهنګوی او سپاه صحابه ترهګرې ډلې په ډیرې ازادۍ سره ترهګر فعالیتونه کوی او په رڼا ورځ خلک په حملو او بم چاودنو کښې وژنی

Add new comment